روغتیا

يوازې واده کړو لپاره! دغه خواړه مو جنسي قوت زياتوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۲۶مه ۱۳۹۳ل): ډېری واده کړي ځوانان او پاخه عمر خلک له جنسې کمزورۍ ځوريږي او د دې لپاره له ګڼو غير طبیعي درملو کار اخلي، چې د انساني فطرت، طبيعت او صحت په زيان دي.

که موږ پلټنه وکړو، نو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره الله تعالی داسې طبیعي خوراکونه پيدا کړي، چې له هر ډول جانبي عوارضو پرته د انسان جنسي کمزوري له منځه وړي.

زنک «zinc» په خپل طبيعت کې هغه خواړه بلل کيږي، چې د بدن خشکي او ذهني ستړياوې ختموي، د ذايقې او شامې حس قوي کوي.

جنسي قوت زياتوونکې غذا- انځر، کيله او سټابري «ځمکني توت» د سباناري پر مهال خوړل جنسي قوت زياتوي او د بدن لوند والی زياتوي.

د غرمنۍ پر مهال د جرګ د سينې غوښه، او پنير دواړه ډېر زيات زنک لري.

د دې تر څنګ رومي بانجان او الوکاټ ويټامن اي لري، چې د انسان پوستکی نرم ساتي.

د ماخستن ډوډۍ پر مهال د پسه يا خوسي غوښه په مناسبه اندازه تېلو او اکليل خوشبويه بوټي «Rosemary» په پلاوي وريځو کې او د پلاو سره لږه وريته غوښه ور زياته کړئ، نو د جنسي ځواک لپاره ډېر ګټور دي.

له خوړو وروسته خواږه خوړل جنسي ځواک پياوړی کوي.

که خواږه يا چاکليټ له سټابري سره يو ځای، يا د سټاربري په جوس کې يو يو وخوړل شي، نو د جنسي ځواک په پياوړتيا کې ډېر ګټور دي.

سټرابري ويټامن سي لري او معياري چاکليټ داسې يوه کيميايي ماده لري، چې دماغ تقويه کوي او ذهن ورسره د خوښۍ احساس کوي. د دې تر څنګ چاکليټ کې تيوبرومين او کيفين موجود دي او دا دواړه د خوراک پر مهال د لنډې مودې لپاره جنسي ځواک قوي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

دا خبر به سخت ډیر وکتل شي

همايون همت

زدكري

ثاقب

مننه د ستاسو له تولو كاركونكو خاصتاً له مشر تابه نه زه. ستاسو سايت گورم دير اساسي مضامين نشرويي مننه

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام د روغتیا او خوړو باره کې د روانو لیکنو تقدیر کوم خو یوه ملاحظه هم لرم ملاحظه مې داسې ده چې کله هم په یوه مورد کې د ګټې وړ معلومات وړاندې کوو هغه باید نور تاوانونه وانه ړوي او یا هغه ګټې نفی نکړي چې په نه خوړلو کې یې پراته دي. تاسو اوس دا خبره خپل مخ ته کیژدی چې “د ماخستن ډوډۍ پر مهال د پسه يا خوسي غوښه په مناسبه اندازه تېلو او اکليل خوشبويه بوټي «Rosemary» په پلاوي وريځو کې او د پلاو سره لږه وريته غوښه ور زياته کړئ،… نور لوستل »

حنيف

دا هسي جتي خبري دي, جنسي قوت دالله وركره ده, بدي شيانو سه تغيير نه رازي.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x