fbpx
له چپ لوري لومړی ضیاء برکات، مېرمن یې یوسر محمد او خور یې رضان محمد چې د یو امریکايي ترهګر په برید کې ووژل شول.

د چارلي ابدو او چپل هیل د پېښو په اړه د امریکايي رسنیو دوه مخي

عبدالرحيم (ثاقب)

سیاسي څېړونکی او شناند

د تیرې جنوري د میاشتې په اوومه نیټه د پاریس په زړه په شارلي ابدو مجلې باندې برید کې د دغې مجلې ۱۲ تنه کارکوونکې ووژل شول.

تر ياد برید سمدستې وروسته له اوباما نیولې بيا د ملګرو ملتونو تر سرمنشي او د اسلامي هیوادونو چارواکو پوري ټولو په یوه غږ د پیښې په اړه غبرګون ښکاره او هغه يي په کلکو تورو وغندله.
په ډیپلوماتیک او مطبوعاتي لحاظ هم د پیښې د غندلو ترڅنګ د نړۍ د ۴۵ هیوادونو چارواکو له ولسمشر فرانسو اولاند سره د غمرازي په خاطر فرانسې ته په ورتګ سره په دسته جمعي ډول په هغه لاریون کې ګډون وکړ کوم چې د پاریس په ښار کې د يادې پیښې د غندلو په غرض په لاره اچول شوی وه.

د شار لي ابدو مجلې د پیښې د غندلو په اړه امریکايي رسنیو تر نورو زيات سخت غبرګون ښکاره او دا پیښه يې د ټولو مذهبي او بشري قوانینو خلاف عمل وباله.

خو له دې پیښې خواوشا یوه میاشت وروسته د روانې فروري په لسمه نیټه د امریکا د کارولینا ایالت په چپل هیل(Chapel Hill) ښارکې د کریج سټیفن هیکس (Craig Stephen Hicks) په نوم ۴۶ كلن امریکايي د یوې کورنۍ دری تنه مسلمان غړي په ډیره بیرحمې او وحشت سره په خپل کور کې ووژل، اماد دې پیښې په اړه بيا د امریکايي چارواکو، ملګرو ملتونو او په خاص ډول امریکايي رسنیو غبرګون ډیر سوړ او پکه وه.

سره له دې چې د چپل هیل پیښه د خپل نوعیت له مخې د شارلي ابدو تر پیښې ډیره وحشیانه او زړه بوږنوونکې وه ؛ ځکه د شارلي ابدو په پیښه کې د پیښې قربانیان هغه مجرمین كاريكاتوريستان ول چې د نړۍ د یونیم میلیارد مسلمانانو د دیني عقائدو او مقدساتو توهین یې کړی اود هغوی احساسات یې ور زخمي کړي ول ، خو د چپل هیل په پیښه کې بیا دهغه برعکس د پیښې قربانیان داسي معصوم انسان ول چې خپل ژوند یې د نورو انسانانو خدمت او آسودګي ته وقف کړی وه.

دغه معصوم انسان هر یو ۲۳ کلن سوری الاصله مسلمان شادي برکات د هغه ۲۱ کلنه فلسطينۍ میرمن یُسر محمد ابوصالحه او د هغې ۲۳ کلنه خور رزان محمد ابوصالحه وه .

ډاکټر شادي برکات د خپلو عالي تحصیلاتو ترڅنګ د ټولنیزو خیریه کارونو یو فعال كاركوونكي هم وه ،چې تیر کال یې د ۷۰۰۰۰ ډالرو په قیمت دارو درمل او طبي سامان آلات د سورې په جګړه کې له ژوبل شویو کسانو سره مرسته وکړه او د پوهنتون د كلنۍ رخصتي په مهال به یې په هغو طبي کمپاینونوکې هم برخه اخیسته کوم چې په وړیا توګه د سیمې د نيستمنو ناروغانو د درملنې په خاطر تر سره کیږي.

نوموړی ډاکټر ، د هغه میرمن او خوښینې دری واړو د کارولینا ایالت پوهنتون د ستوماتولوژي (غاښونوطب) په څانګه کې زده کړې کولې.

شادي برکات او د هغه میرمن څرنګه ووژل شول ؟

د تیرې سه شنبې په ماښام قاتل کریج سټیفن هیکس د چپل هیل په ښارکې د ډاکتر شادي برکات استوګنځي ته ور داخل او هلته يې لومړی شادي برکات بیا د هغه میرمن او ورپسي د هغې خور د کور په انګړ کې پړمخې څملول او دری واړه یې د توفانچې په ډزو پر سرونو وویشتل .

وژل شوي ۲۳ کلن شادي برکات دوې میاشتې وړاندې له آغلي یُسرمحمد ابوصالحه سره واده کړی وه .

د وژل شویو مسلمانو محصلينو د معصومیت او مظلومیت په اړه د کارولینا پوهنتون مشره کارول فولت (Carol Volt) داسې وايي: دغو دری واړو وژل شويو محصلینو له دې پرته چې د نورو انسانانو د خدمت لپاره يي زده کړې کولې ، بل یې په هیڅ ډول جنايي او تروریستي فعالیتونو کې برخه نه لرله. هغوی زمونږ د پوهنتون او سیمې تر ټولو خوش اخلاقه او ښه خدمتګار اوسیدونکي ول ، وژل شوي محصلین پردې باور ول چې په ژوند کې تر ټولو ښه کار د نورو انسانانو خدمت او د هغوی د رفاهیت او معالجې لپاره کار کول دي.

د پیښې په اړه د امریکايي چارواکو او رسنیو غبرګون .

د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د فرانسې د شارلي ابدو په پیښه باندې د هغې د خبرله اورویدو سره سمدستي غبرګون وښود، خو په خپل هیواد امریکا کې یې د چپل هیل د مسلمانو محصلينو په وژل کیدو دری ورځې وروسته ځان خبر کړ. همداشان د ملګرو ملتونو سرمنشي د چارلي ابدو پیښه د خپل چټک غبرګون له مخې د بشریت خلاف یو ستر جنایت وباله ، خو د دغو امریکايي مسلمانانو په مظلومانه وژنه يي د بارک او باما تر غبرګون وروسته ډیر سوړ عکس العمل وښود.

امریکايي رسنیو چې له خپل هیواد په زرګونو کیلو میټره لیرې په فرانسه کې د چارلي ابدو په پیښه سخته هنګامه او شور ماشور جوړه کړې وه په خپل هیواد امریکا کې د مظلومو وژل شویو مسلمانانو په وژل کیدو ګونګه روژه او یاهم ډیر معمولي غبرګون ښکاره کړ.

د دغو دواړو پیښو په اړه د غربي چارواکو او امریکايي رسنیو د متفاوت دریځ لامل ښکاره دی ، او هغه دا چې د شارلي ابدو د پیښې عاملین مسلمانان او قربانیان يي یهود او مسیحیان ول ، او د چپل هیل د پیښې عامل بيا مسیحي او قربانیان يي مسلمانان دي ، او مسلمان نن په نړۍ کې هغه بي پوښتنې خلګ دي چې د وژلو او ځورولو په اړه یې د غربي نړۍ قضاوت تل د نړۍ له نورو ولسونو او خلګو څخه متفاوت وي.

د دې لپاره چې لوستونکو ته د دغو دوو پیښو په اړه د امریکايي رسنیو دوه مخې او متضاد عکس العمل ښه څرګند شوی وي د چپل هیل د خونړۍ پیښې په اړه د ځینو مشهورو امریکايي رسنيو د نشراتي پوښښ څو بیلګې دلته راوړو.

واشنګټن پوسټ: Washington Post

W-P-Chapel-hill-news-2

واشنګټن پوسټ کې د شارلي ابدو د پیښې په اړه بې شمیره رپوټونه

واشنګټن پوسټ مشهورې امریکايي ورځپاڼې د کارولینا ایالت په چپل هیل كې د وژل شویو مسلمانو محصلينو د پیښې په اړه په دوو ورځو کې یواځې دری رپوټونه نشرکړي ، خو عین همدې ورځپاڼې بیا د چارلي ابدو د پیښې په اړه په دوو ورځوکې ۲۹ رپوټونه ترتیب او خپاره کړل. چې دغه ارقام او معلومات د يادې ورځپانې د رپوټونو په ارشیف کې هرڅوک په ښکاره ليدلاي او کتلای شواي .

نيويارك ډيلي نيوز New York Daily News

نيويارك ډیلي نیوز د امریکا د متحده ایالاتو په کچه دوهمه زیات تیراژ لرونکې ورځپاڼه ده .

یادې ورځپاڼې د چپل هیل پیښه یواځې په یوه بي اهمیته رپوټ چې هغه یې هم د لومړۍ صفحې په وروستۍ برخه کې خپور کړی یاده کړې ، خو د شارلي ابدو د پیښې په اړه يې ۱۷۷ مهم رپوټونه ترتیب او د هغوی ډیری يې په لومړي مخکې نشر كړي دي .

نيويارك ټايمز: New York Times

د امریکا ډیر تيراژ لرونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم د چپل هیل دپیښې په اړه د لومړي مخ په وروستۍ برخه کې یواځي یو رپوټ نشر کړی . خو همدې ورځپاڼې بیا د شارلي ابدو د پیښې متعدد رپوټونه په خپل لومړي مخ او هغه هم په لویو سرلیکونو کې راوړلي دي.

نيويارك پوست: New York Post

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د چپل هیل د پیښې په تړاو یواځي یو خبر تر دې سرلیک لاندې نشر کړی.

Muslim students ‘shot execution style (مسلمان محصلین د اعدم په ډول ووژل شول )

یادې ورځپاڼې د مقالي په پای کې د دریو لوستونکو تبصرې هم نشرکړې او په هغو کې لیکلي چې دا پیښه د وژونکي امریکايي او وژل شویو مسلمانو محصلینو ترمنځ د موټر د پارګینګ پر سر رامنځته شوې او قاتل سمدستي د پولیسو لخوا نیول شوی . خو د شارلي ایبدو د پیښې په اړه بیا همدې ورځپاڼې د نور تبلغاتي کمپاین ترڅنګ د یوشمیر هنري او فرهنګي ستوریو لخوا هغه اعلانونه هم خپاره كړي چې د شارلي ایدو د پیښې د قربانیانو لپاره يي مرستي را ټولولې.

لاس أنجلس ټايمز Los Angeles Times

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼي هم یواځي دری رپوټونه د چپل هیل د پیښې په اړه خپاره کړي ، په لومړي رپوټ کې لیکلې چې دا پیښه په امریکا کې د مسلمانانو په وړاندې د نورو امریکایانو د نفرت ښکارندویه ده .

بل رپوټ يي په دې اړه دى چې یادې پیښې په امریکايي رسنیو کې هیڅ انعکاس نه دی لرلای او دریم رپوټ په دې اړه نشر کړی دی چې د وژل مسلمانانو له جنازي وروسته یواځې ۷۵ کسانو د پیښې له قربانیانو سره خپله غمرازي وښودله .

خو په ټویټر ، فیس بوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه د دغو شهیدانو په جنازه کې د زرګونو کسانو د ګډون شاهدي ورکوي.

شيكاګوتريبيون Chicago Tribune

شيكاګو ټربیون ورځپاڼې بیا د یادې حادثې په اړه هیڅ رپوټ نه درلود ، یواځې یوه عادي مقاله یې نشر کړې چې تر هغې لاندې یې هم دا توري ليكلي وه : دمقالې محتوا دلیکوال نظر شخصي نظر په ورځپاڼې پوری تړاو نه لري
خو عین ورځپاڼي د شارلي ایبدو د پیښې په اړه متعدد رپوټونه او تحلیلي لیکنې خپرې کړې دي.

وال سټريت ژورنال Wall Street Journal

وال سټریټ ژورنال مشهورې ورځپاڼې څلور داسې رپوټونه د یادې پیښې په اړه خپاره کړي دي چې د هغو په ترڅ کې یې ليكلي : دا پیښه یو جنایت او که د موټرو دپارګینګ کولو پرسرفزیکي شخړه وه؟

ور يي د هغې په اړه دامریکايي مسلمانانو نظرونه او یا د هغوی تبصروته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

سي ان .ان CNN

د ټولو امریکايي رسنیو په کچه سي. ان . ان تلویزوني شبکه یواځینۍ رسنۍ ده چې د یادې پیښې په اړه يي تر نورو ټولو زیاتي خپرونې او رپوټونه خپاره کړي ، خو د ا رپوټونه او خبرونه هم د هغو رپوټونو او خبرونو په نسبت چې دشارلي ایبدو په اړه یې نشرکړي ډیر محدود او کم دي.

په کارولینا ایالت کې د چپل هیل د مسلمانو محصلینو د پیښې په اړه د امریکايي رسنیو ترڅنګ د امریکايي امنیتي چارواکو او پولیسو غبرګون هم ډیر سوړ او غیر مناسب وه؛ ځکه هغوی د قاتل تر ځان تسلیمولو وروسته د نوموړي د برخلک په اړه د حادثې د قربانیانو خپلوانوته هیڅ هم نه وویل .

CNN-Chapel-hill-news-1

سی ان ان کې د مسلملنانو د وژني په اړه رپوټونه

همدا راز د دې پیښې په تعقیب د امریکا د تکساس په ایالت کې د قباء په نوم د مسلمانانو اسلامي مرکز ته اور واچول شو او د اور وژنې عملیه هغه مهال ورته را ورسیده چې مرکز په بشپړه توګه سوځیدلی وه .

له دغو پیښو پرته نور هم په امریکا کې د مسیحي توند لارو لخوا د امریکايي مسلمانانو پرخلاف له تبعیضه ډکې ډیرې پیښې تر سره شوې چې امریکايي پولیس او امنیتي چارواکي یې په اړه د بیغوري تګلاره خپله کړې ده .

CNN-Chapel-hill-news-2

سی ان ان: د چارلی ابدو په اړه د هغې خبري پوښښ

W-P-Chapel-hill-news-1

واشنګټن پوسټ: د مسلمانو دوژلو د پیښې ۴ رپوټونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د