افغانستان

پوليسو په ننګرهار کې ٥٨ ميله کلاشنکوفونه ونيول

afghan_guns(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۵) جلال اباد: تېر ماښام د ننګرهار د لويې لارې پوليسو د تلاشۍ پر مهال له يوې با وړونکې لارۍ څخه ٥٨ ميله کلاشينکوفونه او نږدې ٥٠٠٠ شاجورونه ترلاسه کړل. د تورخم جلال اباد د لويې لارې قوماندان سر څارمن خدايداد وويل، چې پوليسو دغه وسلې تېر ماښام پنځه بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په باريکاب سيمه کې نيولې دي. هغه زياته کړه، چې پوليسو د يوه اوپراتيفي راپور له مخې د تورخم جلال اباد پر لويه لار روان يو هينو موټر تلاشي کړ

او يادې وسلې يې ترلاسه کړې. خدايداد وايي، چې کله پوليسو د تلاشۍ لپاره ياد موټر ودراوه، موټر ته له ورختو وروسته چلوونکي موټر روان کړ او يو پوليس يې له ځان سره وتښتاوه، چې پر وينا يې نوموړى پوليس له موټر څخه د غورځېدو له امله ژوبل شوى دى. د تورخم د لويې لارې قوماندان زياته کړه، چې وروسته د موټر د نيولو په موخه مرستندوى ځواک ور ورسېد، چې د بټي کوټ ولسوالۍ د باريکاب په سيمه کې چلوونکى په تېښته بريالى شوى او موټر يې پر ځاى پرېيښى دى. د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد سلطاني د بې وسلې کولو پروګرام ته د دغو وسلو د سپارنې پر مهال وويل، چې پوليسو يې د چلوونکي جدي پلټنه پيل کړې ده. نوموړي زياته کړه، پوليسو څېړنه پيل کړې، چې دغه وسلې له کومه، چېرې او چاته لېږدول کېدې. د ياودنې ده، چې له تېر يوه کاله راپه دېخوا دغه لومړى ځل دى، چې د ننګرهار ملي پوليس په يو ځل ګڼ شمېر وسله نيسي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x