افغانستانخبرونه

سیاف: حکومت دې د سولې او امنیت چارو کې د «مجاهدینو» له تجربو استفاده وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د دعوت اسلامي ګوند مشر، عبدرب الرسول سیاف نن د سلواغې د ۲۶مې په باب د پخوانۍ شوروي ځواکونو د ماتې په پلمه جوړې شوې غونډې کې د شمال ټلوالې د نورو غړو په ګډون یو ځل بیا پر روانو چارو نیوکې وکړې.

سیاف چې د حکومت د وسله والو مخالفینو پر ضد په توندو څرګندونو مشهور دی، دا ځل یې د طالبانو په ګډون د اشرف غني په مشرۍ پر ګډ حکومت هم نیوکې وکړې. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دغه ماته خوړلي نوماند نن په ټوله کې یو ځل بیا د نظام په تړاو نهیلي څرګنده کړه او د «مجاهدینو» د یوی ځای کېدو خبر یې هم ورکړ. داسې ښکاري چې سیاف ځینې نور هغه جنګسالاران راغونډوي چې اشرف غني په واک کې شریک نه کړل.

عبدرب الرسول سیاف چې تل په خپلو خبرو کې پر ایتونو او حدیثونو استدلال کوي، د ولسمشر غني د بهرني سیاست دغه ډول بدلون یې «حرام» وباله: «له ګاونډیو سره په اړیکو کې د ستراتيژۍ بدلون بې له دې چې له ملت سره مشوره وشي «حرام» دی او «دتکتاتورانه» تصرف دی». سیاف سوله ملي قضیه وګڼله او له «ملت» سره یې د مشورې غوښتنه وکړه.

سیاف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له یوې خوا ولسمشر غني په نوې کابینه کې ورته برخه نه ده ورکړې او له بلې خوا اشرف غني پاکستان ته امتیازونه ورکړي. افغان حکومت د لومړي ځل لپاره افغان افسران پاکستان ته د روزنې لپاره واستول او له هند څخه یې د درنو وسلو د رانیولو تړون وځنډاوه.

سیاف په غوڼده کې د برهان الدین رباني پر زوی او د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني غږ وکړ چې «مجاهدین له حکومت څخه غواړي چې په دغو چارو کې دې ورسره مشوره وشي یا لږ تر لږه دغسې مسایل پارلمان کې رایه ورکولو ته وړاندې شي».

«جهاد د وزارت معیار نه دی»

تېره اوونۍ د ګډ حکومت د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل وویل چې «جهاد د وزارت معیار نه دی». فیصل که څه هم کومه څرګنده اشاره ونه کړه؛ خو د فیصل تر څرګندونو وړاندې محمد اسماعیل پر حکومت نیوکې کړې وې چې مجاهدینو ته څوکۍ نه ده ورکړل شوې.

سیاف د فیصل پر څرګندونو هم نیوکه وکړه: «مجاهدینو ښوونځی او درس او کار و ژوند پرېښودل، جبهې ته راغلل چې ستاسو له پت او ناموس څخه ننګه وکړي؛ اوس چې څوک وتښتېدل او وطن یې پرېښودل، متعهد دي او دې خلکو [مجاهدینو] خپل ټول شته یې له لاسه ورکړل ژمن نه دي».

سیاف په بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې د دغو ولایانو د بیارغونې فعالیتونو ته اشاره وکړه.

«د طالبانو اعلامیې وزیر اکبر خان کې لیکل کېږي»

سیاف د پخوا په څېر یو ځل بیا د جاسوسانو یادونه وکړه چې په نظام کې دننه فعال دي؛ خو جوت یې نه کړل چې له «جاسوسانو» يې موخه څوک دي.

که څه هم عبدرب الرسول سیاف پخوا طالبان په پردیو استخباراتو پورې تړل؛ خو اوس یې د تېر پر خلاف وویل چې د «طالبانو اعلامیې وزیر اکبر خان کې لیکل کېږي. جاسوسان زموږ تر ږیرو لاندې ناست دي». سیاف دا ونه ویل چې وزیر اکبر کې طالبان څه ډول نفوذ لري.

په نننۍ غونډه کې سیاف په غیر مستقیم ډول د اپوزیسیون د راڅرګندېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل چې «مجاهدین» هڅه کوي چې تر یوه چتر لاندې راشي او خپل غږونه سره یو کړي. په نننۍ غونډه کې پر سیاف سربېره، د دفاع پخواني وزیر، بسم الله محمدي او محمد اسماعیل خان پر حکومت نیوکې وکړې چې ګواکې مجاهدین یې څنډې ته کړي دي.

د شمال ټلوالې هغه مشران چې له حکومته دباندې پاتې شوي وي، پر حکومت نیوکې کوي چې «مجاهدین څنډې ته کېږي».

د ګډ حکومت په کابینه کې سیاف ته یو وزارت هم نه دی ورکړل شوی. د حامد کرزي په حکومت کې به سیاف ته یو وزارت ورکول کېده. دغه پخوانی جهادي مشر په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و چې له پرېکنده ماتې سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر بلال

د استا ایساف نا امیدې ماته هغه متل راپه یاد کړ،وای هندو ستړی خدای ج ناراضه،دې دي غرب ځپلې روانې ناروغ سره له دي چې شرعې احکام یې د کفر د خدمت په خاطر غلط تفسیر او تبدیل کړل،اوس ها د کندهاریانو په اصطلاح دې دنامې زوی ته هیڅ هم نه دې ورپاتې غیر دده له تحریفې ټاپو څخه.

الحاج استاذ بیانزی

خوانی جهادی مشران خوابدی چه فرعی غلامان شول ؟؟؟ هغوی (کمونستانو ) چه د روسانو په لاس جوړ شوی کمونستی حکومت سره کارکولو ، هغوی مجاهدین نه دی او دغه منافقین چه د امریکایانو په لاس جوړشوی دموکراسی او کمونستی حکومت کی کار کوی مجاهدین شول ، ولی ؟ د دوی له دی کار کولو ، د دوی د سوړ جنګ نوم ( د امریکایانو جنګ او دغه پټکی او پکولونه پکی استخدام شوی وو ) سره توافق او منل ، بیا د همدغه کمونستانو او سکولریستانو سره په یوه دسترخوان او د مجاهدینو په ضد ورته او یو شان… نور لوستل »

حنيف

به سياف دهغه هندو توقه شوي جي وايي: هم دين لارو او هم…..

حق جو

ما درته ویل نه دی منله
زوړ گنهگاره اوس وهه د چول مزلونه

Hameed

دی د ایساف او امریکا اوسنیو ذلیلو او رذیله مفتیانو کوم چی دین د امریکا او صلیبیانو په ګټه تحریفوی او پخوانی شر وفساد ډلی ته د شرم ځای دی او اوس هم عبرت نه اخلی او ددلوی ۲۶ مه (یعنی دروسانو په مقابل کی د افغان مسلمان او مومن ولس د بریا ورځ) پداسی حال کی لمانځی چی د خپل پخوانی جهاد اجر یی ددنیا په نا چیزه متاع په امریکایانو خرڅ کړ هم یی خپله دنیا خرابه کړه او هم خپل آخرت که چیری توبه ونباسی په خطر کی اچولی دا هغه خلک دی چی دامریکااو نورو کفری… نور لوستل »

سید احمد وفا

سیا ف او تورن او ددوی نور ملګری ته ډالی دامو د دنیازلت دی په اخیرت کی به تر دی بتره زلیله شی دخیره ځان ته مجاهد وایاست چی دروس په مقابل کی چنګی دلاست او خپل جهاد دی په دالرو خرڅ کی او نن ورځی دګوفر غلامان خو تا دوطن ساتونکی بلل او طالبان بیا دپر دیو دلاس اله تا بلل اوهغوی سره دی چهاد فرض باله دچوکی په خاطر ورته ټینګ شه دا دامینت له پاره چی یی څو میله اصلحه درکړی دا هم درنه اخلی بیا به دهر چا واری درته سم شی دخیره بیا به لګه… نور لوستل »

سیرت

ډیر زیات محترم استاد سیاف ستاسی هجزت څخه دمخه ټولی کارنامی د ستایلو وړ دی خو متاسفانه د کومی ورځی څخه چی د افغانستان په پاکه خاوره کښی د کمونیزم ذوال شروع شوی ورسره سم ستا دشیطانی او فریبکارانه سیاست ریښی مخ په وچیدو او ستاسی څیره د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت ته کټ مټ د یو رنګه تفصیلی انظور په بنڼه په خپله دحال په ژبه خبری کوی ،نور ستاسی تقریرونو ،اشتهاراتو،فتواو او غولونکو حرکاتو ته اړتیا نشته که ته رښتیا مجاهد وای ستا دشهادت به اوس څوارلسم کال وو. بس دی نور دملت پر پرهارونو مالګی مه… نور لوستل »

جاوید

دصياف لارښودنه شايدداوي چې کله روسان مات شول تس په نامه مجاهدينوخلکوته ښي تجربي اوخاطري په لاس ورکړي خپل منځي جنګونه ېې شروع کړوکابل يې په کنډواله بدل کړدچامال ناموس خوندي نه وو فتحه شوي غنايم په پردووپلورل شول دجهادنوم بدنام مجاهدين په توپک سالارانوبدل شول څونګه خونديې وکړل نن بياواقعی مجاهدينوکفري ښامارمړ او دجهادميدان يې وګټل اوته ای عبدالله ولی پيغمه پروت يې زموږجيبونه نه راډکوي ولي کابل نه ورانوي ولي دکابل نجونکۍ له څوارلسم منزله نه راغورځوي ولي دپښتوپارسي اورته لمن نه وهي طالب دي هيرده که څنګه جهادخوهغه ګټلی هغه خوراروان دي قرآن غواړي ستاخوپلارامريکادرنه لاړڅه به… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x