ورزش

کرکیټ نړیوال جام: هند – پاکستان، او جنوب افریقا – زمبابوي ته ماتې ورکړه

نن ټکی آسیا: نن د کرکیټ د نړیوال جام ۲۰۱۵ په سلسله کې لومړی د جنوب افریقا او زمبابوي تر منځ او بیا د هندوستان او پاکستان تر منځ لوبه تر سره شول، چې د جنوب افریقا او هندوستان په ګټه تمامه شول.

لومړی په نیوزیلاند کې د جنوب افریقا او زمبابوي تر منځ لوبه تر سره شول.

د لوبي په پیل کې زمبابوي پچه وګټل، او لومړی یې د توپ غورځوني فیصله وکړه.

زمبابوي په لومړیو اورونو کې په داسي وخت کې چې د جنوب افریقا مجموعي سکور ۸۳ وو، څلور لوبغاړي سوځولي وه، خو له هغه وروسته میلر (۱۳۸ منډي) او ډومني (۱۱۵ منډي) په یوازي سر لوبه تر ۳۳۹ منډو وروسول.

دواړو په ګډه ۲۵۶ منډي جوړي کړې.

Cricket WCup South Africa Zimbabwe

په جواب کې زمبابوي هم ښه لوبه وکړه، او تر ۲۷۷ منډو یې مقابله وکړه، خو په مسلسله توګه وکټ ورکولو سره ونه توانیدل چې هدف ته ځان ورسوي.

د زمبابوي ټول لوبغاړي په ۴۸ اور کې وسوځېدل.

د جنوب افریقا غوره بال غورځونکی عمران طاهر وو، چاچي درې وکټه واخیسته.

د لوبي غوره لوبغاړی میلر وو، چاچي په ۹۲ بالونو ۱۳۸ منډي جوړي کړې.

د همدې نړیوال جام په سلسله کې نن په استرالیا کې د هندوستان او پاکستان تر منځ لوبه تر سره شول، چې یو ځل بیا د پاکستان په تاوان تمامه شول.

پاکستان یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی په نړیوال جام کې د هندوستان سره د لوبي وړتیا نه لري.

باید وویل شي چې دا شپږم ځل دی چې دواړه هیوادونه په نړیوال جام کې سره مخ کیږي، خو تر اوسه پاکستان یو ځل هم نه دی بریالی شوی.

د نن په لوبه کې هندوستان لومړی د بیټنګ کولو فیصله وکړه، او په خپل وار یې ۳۰۰ منډي جوړي کړي.

د هندوستان غوره لوبغاړی ویرات کوهلي وو، چاچي په یوازي سر ۱۰۷ منډي جوړي کړې، د هغه تر څنګ شیکر داوان ۷۳، او سریش راینا ۷۴ هم ښه لوبه وکړه.

د پاکستان له خوا تر ټولو کامیابه بالر سهیل خان وو، چاچي د هندوستان ۵ لوبغاړي وسوځول.

د ۳۰۱ هدف په تعاقب کې پاکستان ایله وتوانید چې ۲۲۴ منډي جوړي کړي، او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي.

د پاکستان له خوا مصباح الحق ۷۶، احمد شهزاد ۴۷، حارث سهیل ۳۶، او شاهد افریدي ۲۲ منډي جوړي کړې.

د لوبي غوره لوبغاړی ویرات کوهلي وو، چاچي ۱۰۷ منډي جوړي کړي وې.

سبا به د ویسټ انډیز او آیرلینډ تر منځ په استرالیا کې لوبه تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x