غزل – استاد فضل ولي ناګار

استاد فضل ولي ناګار

خویندې د تهذیب دې نور د مور په ورور زهیرې شي
پریده چې دا ټوله دنیا ږیرې ، ږیرې ږیرې شي

موږه چې پګړۍ دسړیتوب له سره ښکته کړې
ستاسو لوپټه نرمه ټوټه ده ، زر به څیرې شي

خوند یې پاتې نه وي چې پرده له رازه پورته وي
غوږ کې ورته وایه دا صغیرې چې کبیرې شي

چیرته دی مقام د مورولۍ کبریایي زانګو
جال د ترقۍ کې دی اټکل چې به اسیرې شي

کله به محمود او احمدشاه ورکره وزیږي
ویاړ به د تاریخ کله غرغښتې یا وزیرې شي

مینه ښکلا کله بازاري دي ځانته حد لري
لږدې استدلال ته د کمال میرمنې ځیرې شي

زنګ په حرص لړلې آینه ده درنځور انسان
پاک به د قرآن په کوثر دا د مودو خیرې شي

خیر دی که بوګنیږي د ناګار له شوخ قلم ځینې
دا د خوبولې نړۍ لوڼه دی شوګیرې شي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نبیل افغان
میلمه
نبیل افغان

موږه چې پګړۍ دسړیتوب له سره ښکته کړې
ستاسو لوپټه نرمه ټوټه ده ، زر به څیرې شي
ډیر شه