افغانستان

یو بهرنی عسکر وژل شوی، او دوه المانیان لا درکه شوي دي

AfghanistanAmericanSoldierKilledنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز اعلان کړی چي یو عسکر يې د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له کبله وژل شوی دی، او زیاته کړې چي دا پيښه نن را منځته شوې، خو د پيښي دقیق ځای او د وژل شوي عسکر هویت يې نه دی څرګند کړی.

باید وویل شي چي ددې عسکر په وژل کیدو سره بهرنیانو په روانه میلادي میاشت اګست کې خپل د اویا (۷۰) عسکرو وژل ومنل،

چي دا په ټوله کال کې د بهرنیانو لپاره تر ټولو مرګوني میاشت بلل کیدای سي.

په یوه بل خبر کي راغلي چي نن د جرمني دوه اتباع په پروان ولایت کې د تیري جمعې د ورځي څخه لا درکه شوي دي، او تر اوسه يې هیڅ اثر نه دی لیدل شوی، او نه هم تر اوسه داسي نښي نښاني ترلاسه شوي دي چي هغوی دي د وسلوالو له خوا نیول شوي وي، خو امنیتي چارواکو په هغوی په سي پلټني پیل کړي دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چي دغه المانیان سیلانیان وه، او که په افغانستان کې میشت د کوم بهرني شرکت یا مؤسسي کارکونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x