پاکستان: وفاق المدارس د بهرنیو زده کونکو په اړه د حکومت پریکړه رد کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): وفاق المدارس د پاکستان د حکومت هغه غوښتنې سره مخالفت ښودلی چې وايي په دیني مدارسو کې دي بهرنیو زده کونکو ته داخله نه ورکول کیږي او یوازي دي پاکستاني زده کونکو ته داخله ورکول کیږي.

وفاق المدارس د پاکستان د دیني مدارسو ټولنه ده چې د هندوستان د دیوبند مسلک او حنفي مذهب سره تړاو لري.

که له یوه اړخه د وفاق المدارس مدارسو ددغه غوښتنې سره خپل مخالفت ښودلی، خو د بریلوي او شیعه مسلک مدارسو د حکومت څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه دي جدي ګامونه پورته کړي او په مدارسو دې بندیزونه زیات کړي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د حکومت د دیني امورو وزارت چارواکي او د دیني مدارسو د پنځو تعلیمي موسسو استازي به د روان زیږدیز کال د فرورۍ په ۱۸مه نیټه د خبرو اترو لپاره سره کيني.

د وفاق المدارس العربیه تعلیمي موسسې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حکومت له خوا دا پریکړه په اصل کې د هغو خبرو سبوتاژ کول دي چې د حکومت او دیني مدارسو استازو تر منځ تر سره کیدونکي دي.

په پاکستان کې د دیني تعلیم لپاره هر مذهب ځانته موسسې لري چې ټول دیني مدارس بیا د هغه سره ځان تړي او هره موسسه ځانته شرایط او مسلک لري.

په همدې لړ کې د دیني مدارسو ټولي پنځه لویي موسسې دي، چې په دیوبندیانو، جماعت اسلامي، اهل حدیث، بریلويانو او شیعه ګانو ویشل کیږي، چې په دې ټولو کې د دیوبند مسلک مدارسو اتحادیه وفاق المدارس العربیه تر ټولو لویه اتحادیه بلل کیږي.

وفاق المدارس ویلي چې پاکستان د دیني مدارسو څخه د بهرنیانو د ایستلو او د داخلو د نه ورکړې پریکړه د لویدیځو هیوادونو د خوشحالولو او د هغوی لخوا په شویو امرونو شوې.

د وفاق المدارس ویاند قاري حنیف جالندري ویلي چې داسې پریکړې د حکومت او وفاق المدارس تر منځ اعتماد ته زیان رسوي.

نوموړي زیاته کړې که چېرې حکومت بیا هم په هغو بهرنیانو بندیز لګوي چې قانوني اسناد لري، نو دا پریکړه به خپله د حکومت په زیان وي.

بل اړخ ته د بریلویانو د مدارسو اتحادیې تنظیم المدارس اهل سنت اعلان کړی چې دوی به د حکومت دغه پریکړي ته درناوی وکړي او د حکومت سره به په داسې پریکړو کې ملګري اوسي.

په ورته وخت کې د شیعه ګانو د مدارسو اتحادیې وفاق المدارس الشیعه هم د حکومت د پریکړې ملاتړ کړی.

باید وویل شي چې د پاکستان په مدارسو کې زیات شمېر افغانان او د نورو هیوادونو زده کونکي زده‌کړې کوي.

څه موده وړاندې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم د پاکستان او هند له حکومتونو د مدرسو د بندولو غوښتنه کړې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د