د سیاف بي وخته غزونې

لیکوال: جیلاني پښتون

سیاف نن سهار بیا غاړې تازه کړې وې او د سلواغې د شپږویشتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یي له ګیلو او شکوو ډک زړګی تش کړ.

سیاف چې اوس د خپل ژوند په تر ټولو ذلت بار پړاو کې قرار لري، هغه دا چې دین او دنیا دواړه ترې تللي دي، د خپل خوړین زړګي د تشولو لپاره یي په هر استقامت د غورو او پټکو بي خریطي توغندي شارټ کړل، نه یي داعش پریښود نه طالبان، نه یي اشرف غني پریښود او نه عبدالله، نه یي کمونیستان پریښودل او نه هم سګ شویان.

د سیاف د خبرو منځ ټکی دا و چې په نوي حکومت کې دده په خبره مجاهدینو ته سهم نه دی ورکړل شوی او مجاهدین حاشیې ته شړل شوي دي، کله چې سیاف مجاهدین یادوي نو مطلب یي د شیرعلم، زلمي توپان او حاجي ممتاز غوندې خپل هغه اوباشان دي چې په نوي حکومت کې یي په بشپړه توګه له واکه لاس ختلی او په کابینه کې ورته حتی یو وزارت هم نه دی بیل شوی.

دا چې سیاف د جان کیري لخوا په ډیزاین شوي حکومت جرح واردوي او وایي چې که حق رانکړي نو داسې به وکړم او هغسې به وکړم ماته یي هغه د ناوې او زوم کیسه رایاده کړه.

وایي کوم سړي په ډیر لوړ ولور د یوه بل تن لور ځان ته کوژده کړې وه، کله چې یي واده راووړ او د نکاح مراسم هم ترسره شول، نو زلمي غوښتل چې په خپله منکوحه د عمرونو تنده ماته کړي، خو منکوحې یي د نابلدتیا یا سرکشۍ له امله له امر څخه سر غړاوه او غاړه یي ورسره نه وړه.

زلمی چې په سولییزه توګه د منکوحې په رام کولو کې پاته راغی نو په غوسه یي ورته وویل چې: د خان لورې که څملې څمله که نه په زور دې څملوم ته خبره نه یي چې پلار دې پیسې خوړلې.

سیاف هم اوس د امریکایي بادارانو په مقابل کې د سرغړاوي او خود ارادیت باټې وهي، خو موږ ښه ورباندې خبر یو چې نوموړي پیسې خوړلې او د خپلې ضمیر او استقلال سودایې له وړاندې له امریکا سره ترسره کړې ده، نو ځکه ورته دغه ډول له وخت تیرې غزونې شاید د ګټې په ځای تاوان کړي.

سیاف خانه په له ورخ تیرو اوبو پسې بیلچه نه اخیستل کیږي، ستا د غورو ، خود ارادیت او انانیت د ثابتولو وخت هغه وه چې د سي آی اې جاسوسان درته راغلل او په پنجشیر کې یي د کرایه کیدلو غوښتنه درنه وکړه او تا د یولک ډالرو په اخیستلو ورباندې خپل ضمیر او د خپلواکۍ وجدان خرڅ کړ.

اوس چې دې په خپل وجدان پیسې اخیستي هیڅکله به دغه مړتت وجدان د امریکایي بادار په مقابل کې د دریدلو او عرض اندام موقف درسره ونه مني.

د جان کیري په مولود حکومت ستا اعتراضونه داسې دي لکه غلام چې خپل بادار ته د هغه د کور دیوالونه ورښيي، سیاف خانه خوله پټه ونیسه او کنه نو امریکایان به د حق السکوت ډالر درڅخه یو یو بیرته وباسي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
علی الحسین
میلمه
علی الحسین

از شما می خواهیم که یک مقاله را در مورد خیانت های سیاف بعد از تجاوز امریکایی ها بنویسید

علی الحسین
میلمه
علی الحسین

آیا ممکن است که یک نقشه از افغانستان را تهیهی کنید که در آن مناطق تحت کنترول مخالفین ترسیم شود. تشکر

ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

عکس این خبیث را از سایت تان اوسو کنید

انصار
میلمه
انصار

یره او س چه ځوک د دین په الف او با خبر وی نو د استاد په ګمرا توب که زره شک نه کوی، او زه تعجب په هفه چا کوم چه د ده وینا ته خوشحالی او چکچکی کوی. او او د سیاف همفکرانو! یوار خو قران په تفسیر ولولی یوار خو د صحابه وو تاریخ ولولی ، او یو ځل خو هفه د جهاد ایتونه ولولی. مونژ ته یوه داعی استاد دا ویل چه ځوک د دین څخه د دنیا استفاده کوی هغه تر فاحشی هم بد تره دی او قسم په الله چه دغه خبره همیشه زما… نور لوستل »