روزګان: یو استرالیايي عسکر ووژل شو، بل ټپی شو
نن ټکی آسیا: د اسټرالیا هیواد د دفاع وزارت څخه په یوه اعلان کي وویل شول چي نن سهار د روزګان ولایت د خاص روزګان په ولسوالۍ کې د ددغه هیواد یو عسکر هغه مهال ووژل شو، کله چي د افغاني ځواکونو سره په ګزمه بوخت وو، چي په مځکه کې ښخ شوی ماین پر وچاودېد.
په خبرپاڼه کې راغلي چي په دغه پيښه کې یو بل عسکر ټپی هم شو.
اسټرالیا په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو تر سیوري لاندي ۱۵۰۰ عسکر لري، چي ټوله د افغانستان په جنوبي ولایت روزګان کي مییشت دي.