افغانستان

فراه: په څلورمه ورځ بهرنیانو خپله څلورمه الوتکه لوېدل هم ومنل

in_front_of_crashed_planeنن ټکی آسیا: طالبان وايي چي تیره ورځ يې د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې د بهرنیو ځواکونو یوه لویه الوتکه په ډزو را وغورځوله چي په کښی سپاره ټول عسکر ووژل شول، خو ایساف دعوی کوې چي را غورځیدلې الوتکه بې پلوټه الوتکه ده، او د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځېدلې.

باید وویل شي چي په تیرو څلورو ورځو کې دا څلورمه بې پلوټه الوتکه ده چي بهرنیان يې لوېدل مني،

چي یوه يې غزني ولایت، بله يې ننګرهار، دریمه يې په بلخ، او څلورمه همدا په فراه ولایت کې ده، خو طالبان د بهرنیانو سره دا خبره نه مني، او وايي چي دوی په جلال اباد او فراه کې دوې غټي الوتکي په ډزو سره را وغورځولې، او په کښي سپاره عسکر يې هم ووژل ، او همداسي په بلخ کې طالبان وايي چي هلته یوه بې پلوټه الوتکه نه بلکي دوه الوتکې وې، چي طالبانو په نښه کړې او ځای پرځای يې را وغورځولې.

خو که دا الوتکي د طالبانو په ډزو را لویدلي وي، او که د تخنیکي ستونزو له کبله، خو دا د بهرنیو ځواکونو لپاره یو غټ فوځي او نفسي ګوزار بلل کیدی شي، ځکه که دا الوتکي د طالبانو په ډزو سره را لویږي، نو پر دې دلالت کوي چي طالبانو اوس توان پیدا کړی ترڅو د بهرنیانو پر مختللي بې پلوټه، څرخکي او جنګي جیټ الوتکي را وغورځوي، او همداسي که دا الوتکي د تخنیکي عوارضو له امله را غورځیږي نو دا هم د فکر خبره ده چي اخر دغه پر مختللي الوتکي په افغانستان کي ولي دومره زیاتي ستونزي لري، او څرنګه داسي الوتکي په جګړه کي په کار اچول کیږي چي په میدان کې د دښمن په ډزو نه بلکي د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځیږي، او ورسره دخپلو فوځیانو د مورال او په نړیواله سطحه د بدنامۍ او رسوايي سبب ګرځي.

د تعجب ځای دا دی چي کله د الوتکو لوېدل پیل سي، هغه بیا خاماخا تر څلورو، پنځو او آن تر شپږو ورځو پوري په پر لپسې توګه دوام کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x