
«اسلامي دولت» د مصر ۲۱ تنه قبطي نصرانیان اعدام کړل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې۲۶مه، ۱۳۹۳ل): «اسلامي دولت» په لیبیا کې د ۲۱ تنه قبطي نصرانیانو د وژلو ویډیو له یوه پيغام سره خپره کړه.
دغه قبطیان چې په اصل کې د مصر دي، په لیبیا کې نیول شوي او د مصر د قبطي کلیسا اتباع دي.
ویل کیږي چې دغه کسان څه موده مخکي په لیبیا کې د «اسلامي دولت» د جنګیالیو له خوا نیول شوي وه او د خلاصون لپاره یې د مصر له حکومت څخه د دوو میرمنو غوښتنه شوې وه، چې د نه منلو په صورت کې ټول بندیان ووژل شول.
په ویډیو کې د نړۍ نصاراوو ته په صلیبیانو خطاب شوی او ورته ویل شوي چې لکه تاسو چې مونږ سره د یوه ملت په حیث جګړه کوئ، مونږ به هم همداسي د یوه ملت په حیث ستاسو پر ضد وجنګیږو، هغه که په لیبیا کې وي او که په عراق او شام کې.
دغه ویډیو چې د میدیترانه سمندر پر غاړه د لیبیا په طرابلس ښار کې جوړه شوي، امریکایانو ته په خطاب کې ویل کیږي، لکه تاسو چې د اسامه بن لادن جسد سمندر ته وغورځوی، مونږ به همداسي د سمندر اوبه ستاسو په وینو سرې کړو.
او همداسي د ویډیويي پيغام په پای کې د قبطي نصرانیانو هغو جرمونو ته اشاره کیږي چې په مصر کې د هغو مسلمانو ښځو پر ضد په ځانګړې ډول د (کامیلیا) په نامه یوې مسلماني ښځي سره تر سره شوي، چاچې خپل پخوانۍ نصراني دین پري ایښی وو او مسلمانه شوې وه او بیا د مصر پخواني ولسمشر حسني مبارک رژیم یو ځل بیا قبطیانو ته سپارلې وه.
د اسلامي دولت جنګیالیو د دې تر مخه چې دغه نصرانیان اعدام کړي، د مصر د حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې مصر دي هغه دوې میرمني دوی ته تسلیم کړي، چې د مصري قبطیانو په ولکه کې دي.
دغه دوې میرمني کامیلیا شحاته او وفا قسطنطین نومیږي، په مصر کې د حسني مبارک د حکومت په وخت کې د اسلامي او نصراني ډلو تر منځ باندي زیاتي مظاهرې او جګړې له دې وجي شوې وې چې اسلامي ګوندونو ویل دغه دوه میرمني اسلامي مرکزونه ته ورغلي، او اسلام یې قبول کړی، خو حکومت هغوی نیولي، او یو ځل یې بیا نصرانیانو ته سپارلي، او هغوی اوس د کلیسا په بند کې پرتې دي، او ځیني داسي معلومات هم وخت په وخت خپاره شوې چې هغوی تر تعذیب لاندي وژل شوي.
باید وویل شي چې په لیبیا کې له ډیره وخته د اسلامي وسلوالو جهادي ډلو او د قذافي د رژیم د پخوانیو جنرالانو او سیکولر توکمپالو ډلو تر منځ جګړه روانه ده چې د حفتر په نامه جنرال یې مشري کوي، چې د مصر او متحده عرب اماراتو په ګډ مالي او عسکري مرسته د اسلامي او نورو ملي ډلو په خلاف جګړه کوي، په دغو اسلامي وسلوالو ډلو کې ځینو په دې وروستیو کې د اسلامي دولت سره بیعت کړی.