نړۍ

اسراييل د فلسطينيانو ۲۰زره ودانۍ نړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): اسراييلي ښکېلاکګرو پرېکړه کړې، چې اشغال شوي فلسطين کې به د فلسطينيانو شل زره کورونه نړوي.

د يروشلم ټولنيزو او اقتصادي څېړنو مرکز (JCSER) په خپل تازه راپور کې ويلي، چې اسراييلي چارواکو پرېکړه کړې، چې اشغال شوي فلسطين کې له شل زرو زياتې ودانۍ ويجاړې کړي.

د ياد مرکز مسؤول زياد هوموري رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې اسراييلي چارواکو دا پرېکړه له دې امله کړې، چې دا شل زره ودانۍ د اسراييلي چارواکو له اجازې پرته جوړې شوي دي.

زياد هوموري وايي، چې د اسراييلي چارواکو دا پرېکړه ظالمانه ده، چې د فلسطينيانو کورونه او ودانۍ له دې امله ويجاړوي، چې له دوی يې اجازه نه ده اخيستې، په داسې حال کې، چې يهودان په شرط نه دي مکلف، چې د ودانۍ جوړولو لپاره دې له چارواکو اجازه واخلي.

هوموري زياتوي، چې د دې پرېکړې لامل بې دفاع فلسطينيانو ته سزا ورکول دي او بس.

څو ورځې وړاندې اسراييلي رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي و، چې يروشلم د فلسطين څلور کيليومټره مربع نوره ځمکه اشغال کړې او پرېکړه يې کړې، دلته به يهودي ودانۍ جوړوي.

اسراييلي ښکېلاګرو له تېرو څو لسيزو د فلسطين پر بې دفاع ولس ظلمونه، بمبارۍ او وسله وال بريدونه پيل کړي، امريکا، اروپا او نړيواله ټولنه د فلسطينيانو پر ځای د اسرييلو پټه او څرګنده پلوي کوي او سره له دې، چې اسراييل هېڅ بشري او نړيوالو قوانينو ته ژمن نه دي، بيا هم په نړيواله ټولنه او رسنيو داسې څوک اغېزمن نه موندل کيږي، چې پر اسراييلو نيوکې وکړي.

وتلی برتانوی ژورناليست او د عربي چارو کارپوه رابرټ فيسک وايي، چې فلسطينيان له څو کالو راهيسې د خپلو حقونو او

عدالت لپاره منډې ترړې وهي، مګر د دوی په حق کې د ګڼو پرېکړو سربېره هم اسراييل د دوی غوښتنې نه مني.

د رابرټ فيسک له نظره هر عاقل فلسطينی بايد د تېرو څو کالو پرېکړې او منډې ترړې مخته کيږدي او د نړيوالې ټولنې له پرېکړو او مرستو نهيلي شي، مګر فلسطيني چارواکي لا هم په خپل ذلت او رسوايي نه دي او هر وخت اسراييلو سره د نړيوال قانون په مرسته د شخړو د پای ته رسولو تمه کوي.

فيسک وايي: دا عربان ولې نه پوهيږي؟

رابرټ فيسک د فلسطيني چارواکو هغو غوښتنو ته اشاره کړې، چې د خپل هېواد حقونه او ازادي له ملګرو ملتونو او امنيت شورا غواړي او امريکا يې مخالفت کوي او هغه مالي مرستې، چې فلسطيني حکومت ته ورکول کيږي او د امريکا له لوري بندې شوي دي.

همدا رنګه هغه اتيا ميليونه ډالر ماليه، چې اسراييلو له فلسطينيانو نيولې، هم د امريکا په خوښه او سلا يې نيولې ده.
ليکوال د امريکا له لوري امنيت شورا کې د فلسطيني چارواکو غوښتنې د ويټو په اړه ليکلي، چې ۱۹۷۵م کال راهيسې ۴۰ ځله امريکا امنيت شورا کې د فلسطين پر ضد رايه ورکړې ده.

د ليکوال په وينا تاريخ دا ثابته کړې، چې امريکا او اسراييلو په ګډه تل فلسطينان ټکولي دي.

 

رابرټ فيسک زیاتوي، چې فلسطيني چارواکي بايد خپلې غوښتنې د مذاکراتو او نړيوالې ټولنې په مرسته ونه غواړي، ځکه چې امريکا، اروپا او ګرده نړيواله ټولنه د اسراييلو تر تاثير لاندې ده او هره پرېکړه او ګام د اسراييلو په امر او مشوره اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x