
ننګرهار: د ولایتي شورا وکیلې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایتي شورا وکیلې پېغلې انګېزې شینوارې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.
پر انګېزې شینوارې د سلواغې پر یوویشتمه چاودنه وشوه، چې د سختو ټپونو له امله پلازمېنې کابل ته راوړل شوه او په سردارمحمد داودخان روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شوه.
نوموړې د ننګرهار ولایت د شینوارو اوسېدونکې وه، چې د ولایتي شورا په تېره دوره کې هم په ننګرهار ولایتي شورا کې د خلکو استازې وه.
د انګېزې شینوارې په موټر په چاودنه کې درې تنه نور هم ټپیان شول، خو موټر چلوونکی يې ځای پر ځای ووژل شو.
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د پېښې پر مهال ویلي و، چې دوی به د چاودنې د عاملینو لټه کوي.
انګېزه شینوارې په ولایتي شورا کې تر استازیتوب وړاندې په ننګرهارکې د کلید سیمه ییزې اف ام راډيو همکاره وه.
الحمدلله چې زموږ دقوم دغه ازاده او… زموږ دقوم د ټنډي داغ خو لیري شو