د ایرلینډ ستره لاسته راوړنه؛ د ویسټ انډیز لوبډلې ته يي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام پنځمه لوبه د ایرلینډ او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې ایرلینډ لوبډلې د ویسټ انډیز پیاوړی لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې ایرلینډي لوبغاړو دغه پریکړه یوه غوره پریکړه ثابته کړه. دغه لوبه کې د ایرلینډ لوبغاړي د توپ اچوونې او توپ وهنې په برخه کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په مرسته يي وتوانیدل د ویسټ انډیز پیاوړی لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د ویسټ انډیز لوبډلې د توپ وهنې پیل ډیر خراب وو او د لوبې په لومړنیو شیبو کې يي خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړ خو د سایمنس او سامې غوره توپ وهنه د دغې لوبډلې سره د ۳۰۵ منډو په هدف ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.

نننۍ لوبه کې سایمنس په ۸۴ توپونو ۱۰۲ او سامې په ۶۷ توپونو ۸۹ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې د ویسټ انډیز پیاوړي توپ وهوونکي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه. دغه لوبه کې کریس ګیل په ۶۵ توپونو ۳۶، سمیولز په ۴۱ توپونو ۲۱، سمیت په ۲۴ توپونو ۱۸، رامډین په ۶ توپونو ۱ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې له دغو لوبغاړو څخه د غوره لوبې تمه کیده.

د ایرلینډ لپاره توپ اچوونې په برخه کې د دغې لوبډلې ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل. نننۍ لوبه کې د ایرلینډ لوبډلې لپاره ډوکریل درې ویکټې واخیستې او خپل ۱۰ اورونو کې يي یوازې ۵۰ منډې ورکړې.

د ایرلینډ لوبډلې توپ وهوونکي هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او وکولی شول ټاکل شوی هدف یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او بریا خپله کړي. د ایرلینډ لوبډلې کولی شو چې دغه لوبه یوازې ۳ یا ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره وګټي خو دغې لوبډلې د لوبې په ورستیو شیبو کې چټکه لوبه پیل کړه چې له همدې امله يي ځینې نور لوبغاړي هم له لاسه ورکړ.

نننۍ لوبه کې د ایرلینډ لپاره سټرلینګ په ۸۴ توپونو ۹۲ او جوایس په ۶۷ توپونو ۸۴ منډې جوړې کړې. اوبراین دغه لوبه کې په ۶۰ توپونو ۷۹ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو او دغه لوبه يي د خپلې لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

د ویسټ انډیز لوبډلې توپ اچوونکي د لوبې په پیل کې ځانګړی بریا نه لرله او د لوبې په وروستیو شیبو کې يي د سیالې لوبډلې لوبغاړي په سوځولو بریالي شول خو دا د لوبې هغه شیبې وې چې د ویکټې اخیستل د ویسټ انډیز لوبډلې نه ماتې نشو ژغورلی.

نننۍ لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره ټېلر د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي په سوځولو بریالی شو. نوموړی خپل ۸.۵ اورونو کې ۷۱ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د