ټولنیزه برخه

پر ګــــــــناهونو نظرثاني

قاري سعيد
ډېر ځله به مو لیدلي وي چې یوه چلوونکي د موټر یا رکشې په شاتنۍ ښیښه ښځینه انځور لګولی وي، یا د لارۍ په شاتنۍ دړه یي د ښځې بي حجابه انځور رسم کړی وي.

که دغه انځور موټر چلوونکي دخپلو سترګو په وړاندې لګولی وای شاید موږ فکر کړی وای چې د سترګو د شهوت خړوبولو لپاره یي دغه کار کړی دی او له دې کار څخه یي مطلب د لذت حصول دی،اما داچې دغه تصویر چلوونکي ته خپله نه ورښکاري،معلومه ده چې نوموړي یوداسې دګناه کار کړی چې هیڅ ګټه او لذت یي ورته نه رسیږي.

د ګناه په کارونو کې ډیری یي داسې دي چې ترسره کوونکي ته هیڅ فایده او لذت نلري مګر بیا هم په پټو سترګو په کې ښکیل وي، د هند یوه وتلي دیني عالم د بې خونده ګناهونو په موضوع بشپړ کتاب لیکلی چې دغیبت،تهمت،حسد او نورو ګناهونو غوندې ډیر داسې ګناهونه یي په کې په تفصیل بیان کړي چې کوونکي ته حتی په دنیاوي لحاظ هیڅ کومه ګټه،لذت او لاسته راوړنه نلري .

موږ د مکلفو انسانانو په توګه باید له ټولو هغو ګناهونو ځان وساتو چې الله تعالی ترې منع کړي یو،هغه کسان چې په ګناهونو کې اخته دي لومړی خو باید له ټولو ګناهونو ځان وساتي او که ځان ترې نه شي ایسارولی باید په خپلو ګناهونو نظر ثاني وکړي،دوی به شاید ګناهونه په دې نیت کوي چې دنیاوي لذت او خوند حاصل کړي مګرکه په ژور نظر ورته وګوري په ډیری ګناهونو کې به هیڅ لذت،ګټه او کومه دنیوي لاسته راوړنه هم پیدا نه کړي ،چې ښه مثال یي همدغه په موټرو د ښځینه انخورونو لګوونکي دي،چې د انځور مخ یي بهر لګولی وي،چلوونکی یي په سترګو هم نه ویني خو به دوامداره توګه یي یوازې د ګناه بار ورباندې درنیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x