افغانستان

هرات: په چاودنې کې د ملي اردو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله ورسیده

An Afghan policeman stands guard near the site of an explosion in western province of Herat, Afghanistan, Saturday, Aug. 20, 2011. A rickshaw-bomb detonated near an Afghan army truck, killing two soldiers and injuring three, Afghan army spokesman Najibullah Majibi said.

نن ټکی آسیا: نن سهار د هرات ولایت په مرکز کې چاودني د ملي اردو دوه تنه عسکر مړه او ۱۲ یې نور ټپیان کړه.

د سیمي څخه یو تن امنیتي چارواکي وویل چي نن سهار وختي د هرات ولایت په مرکز کې د منارو په سیمه کې پر نوي سړک یوه ریکشا ولاړه وه، کله چي د ملي اردو موټر درکشې د څنګ سره د تیریدو په حال کې وو، ریکشا کي چاودنه وشول، او یاده مرګ ژوبله را منځته شول.

د هرات د روغتون چارواکو ویلي چي دوی ته د ملي اردو د دوو تنو مړو جسدونه او ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي د هرات په ښار کې د ملي اردو یو کاماز ډوله موټر چي زیات عسکر په کښي سپاره وه، د طالبانو له خوا په نښه شو، او په یو ریکشا کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد پر وچاودل، چي له کبله يې د ۱۲ عسکر مړه او ۱۳ نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x