dr abdullah news confrance

ډاکتر عبدالله د سیاف څرګندونو پارولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله د پخوانیو «جهادي رهبرانو» د څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی او د هغو کسانو او ګوندونو پر ضد يې د جدي اقدام ګواښ کړی چې د هېواد لپاره ستونزې راپورته کوي.

عبد رب الرسول سیاف تېره ورځ د سلواغې په ۲۶مه د کابل د لویې جرګې په خیمه کې د شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ګډحکومت تر سختو نېوکو لاندې راووست. نوموړي په ټوله کې یو ځل بیا د نظام په تړاو نهیلي څرګنده کړه او د «مجاهدینو» د یوی ځای کېدو خبر یې ورکړ.

سیاف د عبدالله عبدالله د ویاند هغو څرګندونو په غبرګون کې چې جهاد د کابینې لپاره معیار نه دی، وویل چې «که جهاد د کابینې لپاره معیار نه وي، نو وطن خرڅول معیار دي؟ جاسوسي معیار ده؟»

هغه همدا راز زیاته کړه چې «مجاهدینو ښوونځی، درس، کار او ژوند پرېښودل، جبهې ته راغلل چې ستاسو له پت او ناموس څخه ننګه وکړي؛ اوس چې څوک وتښتېدل او وطن یې پرېښودل، متعهد دي او دې خلکو [مجاهدینو] چې خپل ټول شته یې له لاسه ورکړل ژمن نه دي».

په دې وروستیو کې پخواني «جهادي قومندانان» په کابینه کې د کمونستانو شتون او پخوانیو «مجاهدینو» نه شتون پارولي او د ګډ حکومت پر ضد توندې څرګندونې کوي خو عبدالله عبدالله ددغو څرګندونو په اړه نن په لومړی ځل خپل جدي عکس العمل وښودلو.

د ګډ حکومت د وزیرانو شوری لومړنۍ ناستې ته ډاکتر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې وویل چې د روسانو پر ضد پاڅون او له روسانو ازادي اخېستل د ټول ملت افتخار دی. عبدالله عبدالله د امریکايي اشغال په اړه څه ونه ویل.

هغه زیاته کړه چې «ملت ته اطمینان ورکوم چې جهادي ارزښتونه په ډیر سترې بیې سره لاسته راغلي او هیڅ وخت او په هيڅ ډول شرایطو کې به هغه پایمال نه کړي».

عبدالله د وزیرانو شورا ته په وینا کې زیاته کړه چې رسنۍ ځېنې خبرې تحریفوي او وايي چې جهاد نور ارزښت نه لري. هغه وویل چې دغه پیغام کې تغییر راوړل شوی و، خو بیا مو هم اوریدلي چې دغو خبرو ځينې «مجاهدین» خفه کړي دي.

عبدالله وویل چې «دی دې مفکورې ته معتقد نه دی چې که دی وزیر وي، یا رییس وي نو جهاد ارزښتمن او که دی نه و، نو ستونزې پيدا شوې».

اجراییه رییس په عین حال کې وویل چې نن ورځ خلک د «افغانستان ريښتینو مجاهدو بچیانو» ته اړتیا لري او د افغانستان ستونزې هم لږې نه دي. عبدالله ډله چې کله د «مجاهد» او «جهاد» یادونه کوي، مراد یې ترې د شمالي ټلوالې څو مخصوص کسان وي.

عبدالله ګواښ وکړ چې څوک په هېواد کې ستونزې راپیدا کوي، له کوم توپير پرته به له سختو عواقبو سره مخ شي.

د یادونې وړ ده چې د اساسي قانون له مخې د وزیرانو د شورا مشري ولسمشر کوي، خو نن د حکومت دوهم مشر عبدالله عبدالله ددغې غونډې مشري کوله چې حقوق پوهان یې د اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

دی ډبل دولا یی له جهاد سره څه او دا بیا چا مجاهد کړ هر څوک چی ده ته مجاهد وایی او دی د مجاهدینو نماینده بولی هغه هم ډیر بی شرمه رذیل او پست انسان ده او خپل د روس د وخت جهاد یی لا وختی په امریکایانو خرڅ کړی ده او داسی کس ته هم نور د مجاهد خطاب کول چی ډبل دولا ته مجاهد وایی د جهاد او مجاهد د مقدسی کلیمی په حق کی ظلم ده باید په جنگسالار ونومول شی او پاتی شوه د ډبل دولا خبره نو هغه خو په خپل ژوند والله که… نور لوستل »

انصار
میلمه
انصار

بلکل در سره موافق یم حامد وروره- دوی واقعا جهاد خرڅ کړ او نن سبا چه په ټول دونیا که مسلمانان ټکول کیژی ددوی دلاسه ، او ددوی لپاره مجاهد لفظ کارول خیانت دی ددوی لپاره بهترین لقب شر او فساد دی.

afghan
میلمه
afghan

سلام.محترم حمید صاحب ستاسو نظر سه زه هم سل په سلو کی موافق یم .دی مجاهد بلکی وطن پرو شان دی اوهغه سوک دی چی ددغه وطن دخرسولو معامله یی دلسهاو ملیونو په اخیستو سره کری ده دوی خو لا افغانستان دپخوانه خرس کری دی که الله دوی تباه او برباد کری الله تعلی دی همدغو تباه برباد کری ترسو دا مظلوم افغانان ددوی دظلم او بر بریت نه خلاص شی

نویدعزام
میلمه
نویدعزام

په اوسنی حکومت کی چی سوک کارکوی اود امریکایانو مفتیان لکه سیاف دایوهم مجاهد نه ده دمجاهد بلا دی وروگرزی دی غلامانو ته
پیغمبر صلی علیه وسلم فرمایلی دی
‏(من اعان ظالما سلط الله علیه)اوکما قال علیه سلام
هغه د استاد یاسر خبره رایادشی چی سیاف ته یی ویلی دی وای په بل دی لیدلی په خپل زان دی نه وه لیدلی انتظار وباسه دهغی ورزی