پښــــتو ادب

د خره فلسفي عقل!

احمدالله احمدزی

يوه ورځ يو خره په خپله غوجل کې له خوړو اعتصاب کړی و، بدن يې کمزوری شوی و، بيخي په ځمکه پرېوتی و د ژوند له ښو بدو وتی و، پلار خر يې پر پرې خبر شو او غوښتل يې، چې د خپل زوی د اعتصاب لامل باندې ځان پوه کړي. يوه ورځ يې خپل زوی ځانته کړ او د اعتصاب د لامل پوښتنه يې ترې وکړه، چې ولې يې ورځ په ورځ صحت کمزوری کېږي او رواني حالت يې هم د اندېښنې وړ دی.

– زويه! په تا څه شوي، تر ټوله ښې وربشې درته رسيږي او ته يې بيا هم نه خورې، ولې چا خو به نه يې ځورولی؟
زوی خره يې د زړه په زور سر راپوته کړ او پلار ته سر وښوراو، چې هو دی له بشره ګيله من دی

پلار يې هک پک شو، چې ولې خير شه بچو انسانانو څه کړي دي!؟

زوی: دوی زموږ خرو ټولنې پورې خاندې

پلار يې وايي، هغه څنګه زما ګيله منه زويه؟

زوی: ته نه وينې، چې هر وخت کوم انسان يو خراب کار وکړي، بل ورته وايي، چې خره په خبره نه پوهېږې؟ ايا موږ رښتيا هم دغسې يو؟ کوم انسان چې کوم ناوړه او بې خونده کار وکړي، نو دوی غږ پرې کوي«اې خره» انسانان خپل تمبلان او ناپوهان خره بولي او سره له دې، چې موږ هېڅکله داسې نه يو. موږ شپه ورځ له هر ډول ستړيا منلو پرته خپل کارونه کوو، په خبره پوهېږو او شعور لرو.

دغه وخت کې يې د پلار خره سترګې له اوښکې ډکې شوې او هک پک شو، چې د زوی خره دې سوالونو ته څه ځواب ووايي، مګر لږ درنګ وروسته يې خپل غوږنه څنډ وهل او غوښتل يې، چې خپل زوی ته ډاډ ورکړي او له اعتصابه يې راوګرځوي.

«ګوره بچو خانه خبره دا ده، چې انسان د الله تعالی هغه غوره مخلوق دی، چې له ټولو مخلوقاتو يې لوړ ګرځولی، مګر دوی په خپلو ځانونو دومره ظلمونو وکړل، چې موږ يې هېر شوو. د ساري په توګه تا تر اوسه داسې کوم خر ليدلی، چې د خپل ورور د وژلو فکر يې کړی وي او يا يې له خپل وروره غلا کړي وي؟»

تا په ټول عمر کې دا اورېدلي، چې يو خره دې د بل خره وربشې خوړلي وي؟

تا داسې کوم خر ليدلی، چې بل خر ورور يې وږی وي او ده د خپلو راتلونکو ورځو لپاره وربشې او نور واښه زېرمه کړي وي؟

تا تر اوسه داسې کوم خر ليدلی، چې د خپل نسل ګيله يې چا ته کړي وي؟
ايا تا تر اوسه داسې کوم خر ليدلی، چې د دې لپاره يې بل خر وژلی وي، چې له ده کمزوری دی او يا دا، چې د هغه خوی او کار خوند نه ورکوي؟

ايا داسې خر دې ليدلی، چې د خپلو ګټو لپاره يې امريکايانو ته د خپل ورور شيطاني کړي وي؟

ايا داسې خر دې ليدلی، چې د ژبې، توکمپالنې له امله خپل نسل سره بد چلند کړی وي؟

ايا په ټول عمر دې دا اورېدلي، چې د نړۍ د يو سر خرو د نړۍ د بل سر خره وژلي يا دښمني ورسره کړي وي؟

ايا داسې کوم خر دې ليدلی، چې د خپل بل خره ورور په خبر نه وي پوه شوی؟

ايا داسې کوم خر دې ليدلی، چې د پرديو هېوادونو لپاره خپل ورور وژني او پر ضد يې دسيسې جوړې کړي؟

ايا داسې کوم خر دې ليدلی، چې د خپل نسل په افرادو کې يو د بل شيطاني کړي وي؟

پلار خره اوږده ساه وويسته، د خپل زوی پر اوږه يې سر کيښود او زياته يې کړه، چې د انسانانو سياسي مشرانو کومې ناخوالې او ناوړې لوبې پيل کړي، د يو بل په وژلو نه مړيږي، له سختيو، لانجو، شخړو او مرګونو نه مړيږي؟

ايا داسې کوم خرررررررررررررر دې ليدلی، چې د خپلو ګټو لپاره کوم مذهبي او سياسي اصول بدل کړي، چې يو وخت په دې نوم خلک وژني، چې جهاد نه کوي او هجرت يې نه دی کړي او بله ورځ بيا د خپلو ګټو لپاره هماغه جهاد او قربانۍ د اسلام دښمني بولي او خلک د خپل پخواني نظر لرونکو دوستانو پر ضد راپاروي؟

زوی او پلار دواړو په ګډه سر وښوراو او په دې سره سلا شول، چې تر اوسه موږ داسې کوم خر نه دی ليدلي، چې کوم مثالونه يې پلار ورته ياد کړل.

پلار يې زوی دلاسا کوي: «موږ د خرو نسل پوهيږو، چې موږ څوک يو او څه دنده لرو»
الله تعالی موږ پيدا کړي يو او په حکمت يې هم يوازې الله تعالی پوهيږي، مګر دا انسانان په دې خبره پوهيږي، چې دوی چا او د کوم حکمت له مخې پيدا کړي دي؟

ګوره بچو خانه زه له تا غوښتنه کوم، چې د خپل خره ذهن عقل دې په کار واچوه او په تاريخ کې د خپل مور، پلار او خپلې کورنۍ سر پورته کړه او ته بايد هماغسې خر واوسې، لکه څنګه دې چې پلار خر و او له تا يې هم دا هيله ده، چې د پلار په پله روان اوسه او انسانان پرېږده، چې زموږ په اړه څه وايي او څه کويي خپل کار يې دی؟

زموږ خرو لپاره دا فخر بس دی، چې لاسونه مو د وروڼو په وينو نه دي سره، درواغ نه وايي، خپلو وروڼو تر منځ شيطاني نه کوو، غلا نه کوو، زامن او ورريرونه د ځمکو غصب او چور ته نه هڅوو او نه يې ملاتړ کوو، د نورو خپلوانو سپکه او سپوره نه غواړو، ښکنځل نه کوو او په داسې حال کې موږ خوښي نه کوو او نه ګډيږو، چې خپلو خپلوانو کې مو غم وي اوهغوی کې مړي او ټپيان پراته وي.

زوی ته د خپل خره پلار خبرو خوند ورکړ، سر يې راپورته کړ او وربشو ته يې خوله کړه، چې هو پلاره! ستا ټولې خبرې پر ځای دي، زه به ټول عمر خر، د خره زوی او د خره لمسی يم! او الله تعالی به د قيامت په ورځ ماسره حساب کتاب وکړي او بيا به راته امر وکړي، چې خاورې شه او له هر ډول عذابه په امن شم او دا پرون، په سپينه ږيره کوم سړي د خپل نسل او مذهب پلويان خيانان بلل، خلک يې د هغوی وژنو ته رابلل او ټينګار يې کاو، چې دوی د خپلو دغو وروڼو پر ضد هر ډول مرستو تيار دي، نو د قيامت په ورځ به چيغې نارې وهي او وايي، چې کاشکې دی هم هغه خر وای، چې دنيا کې ورپسې دوی ملنډې وهلې او اوس له هر ډول حساب و کتابه خلاص دی او زه جهنم ته روان يم.

پور شوی خيال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x