ډرتو!

خلیل الله ایوبي

یو لیوني چې ځان یې تر ټولو هوښیار باله په لاره یې یو دانه سپی یا سګ او یو پسه یا ګوسفند روان کړي وو، کله به سپي ترې پړی شلولی و او کله به بیا پسه تریدلی.

پسه به چې ترې وتښتید نو لمن به یې ورته نیولې وه او ( ډری ، ډری ) به یې ورته ویل هغه به یې لا نیولی نه و چې سپي به خپله مخه واخسته نو بیچاره به پسه پریښود او سپي پسې به خوشې شو او ( تو ، تو ) به یې ورته کوله چې ویې نیسي. دواړو سره سخت په تکلیف و اخرستړی شو ځکه چې دواړو سر ترې واخیست کرارکېناست او له ډیرې ستړیا یې ویل (ډر تو، ډر تو) نو نه یې سپی مهار که او نه هم پسه په ګوتو ورغی دواړه ترې لاړل.

د نړۍ دويم مفکر او د افغانستان اوسنی ډرتو هم چې کله د انتخاباتو جوړجاړی وکولو نو یو خواته یې سپي او بلې خواته یې د ګوسفندیانو رمه په مخه کړه سپیمې خو هسې مخ ترې واخیست اخر یې هغه ګوسفندیان هم ترې لاړل اوس نو مفکر هم ستړی ستومانه په ریاست جمهوري کې ناست دی او بغیر له ( ډر تو ،ډر تو ) ویلو یې بل څه له وسه نه دي پوره.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د