افغانستان

پلچرخي: د ۹۳ کلن زنداني زړه درېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د څرخي پله په زندان کې تر ټولو د ډېر عمره زنداني زړه درېدلی دی.

درې نوي کلن زنداني حاجي دینارخېل له دریو کلونو راهیسې په څرخي پله زندان کې بې له کومه جرمه زنداني دی، چې تېره شپه پرې ناڅاپه د زړه حمله راغلې ده او دم ګړۍ په روغتون کې بستر دی.

حاجي دینارخېل د غزني ولایت د ناوې ولسوالي اوسېدونکی دی، چې په زندان کې يې د دوسيې نمبر ۰۴۲۷ ثبت شوې ده، چې له نږدې دریو کلونو راهیسې يې جرم نه دی معلوم شوی.

له څرخي پله نه د نن ټکی اسیا سرچینه وايي چې  حاجي دینارخېل د ملي امنیت کسانو د شخصي دښمنیو په پایله کې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د غزني ښار له یو روغتون څخه څرخي پله زندان ته یو وړ.

پر دې سربېره چې د ګډ حکومت مشر په ټاکنیزو ناندریو کې د بې جرمه زندانیانو د خوشي کولو کلکې ژمنې کړې دي، خو څرخي پله زندان کې تر ټولو ډېر عمره زنداني بې جرمه درې کاله تېر کړي، چې لا يې هم برخلیک نه دی څرګند.

د سرچینې په قول د دې درې نوي کلن زنداني تېره شپه د ډېر غم او خپګان له امله ناڅاپه زړه ودريد، چې په زندان کې د روغتیايي اسانتیاو د نشتوالي له امله د پولیسو تر روغتونه په رسولو کې ډېر ځنډ وشو.

تر دې وړاندې هم ګڼ داسې راپورونه خپاره شوي دي، چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې په ګڼو زندانونو کې نږدې سل کلن زندانیان هم بې جرمه وخت تېروي، چې په کلونو-کلونو کې يې دوسيې نه څېړل کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close