افغانستان

ننګرهار: د جلال اباد د ښار د ملي امنیت د څلورمي حوزې مسؤول په چاودنه کي ووژل شو

 

Plainclothes Afghan intelligence agent sits beside the body of his colleague on a police vehicle near the site of an explosion in the city of Jalalabad, the provincial capital of Nangahar province, east of Kabul, Afghanistan, Saturday, Aug. 20, 2011. An explosives-packed rickshaw exploded near the car of an Afghan intelligence agent, killing him and wounding four people, provincial spokesman Ahmad Zia Abdulzai said.

نن ټکی آسیا: نن سهار وختي د جلال اباد په ښار کې د چاودني له کبله د ملي امنیت د څلورمي حوزې مدیر ووژل شو، او ساتونکي يې ټپيان شول.

د ننګرهار دوالي ویاند عبد الزي رسنیو ته وویل چي نن سهار د شرق راډیو دفتر ته نیژدې په یوه ولاړه رکشا کې چاودنه وشول، چي په کښي د څلورمي حوزې د ملي امنیت مسئول سیدمرزا پاچا ووژل شو، او دوه ساتونکي يې ټپيان شول.

هغه وویل چي چاودنه هغه وخت وشول کله چي د نومړي موټر د سیمي څخه د تیریدو په حال کې وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دغه مسئول د طالبانو له خوا په نښه شوی او وژل شوی دی، او ۳ نور ساتونکي يې ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x