نظــر

د دلوې ۲۶ د کمونیزم زوال؛ د افغان میړانه

نصرالله احمدزی

له نن څخه نقریبآ درې نیمې لسیزې د مخه د عصر یو وحشي زبرځواک په افغانستا وحشیانه یرغل وکړ تقریبآ له لس کلنې خونړۍ جګړې وروسته د دلوې په ۲۶ يې له افغانستان د تیښتې لار خپله کړه، مشرانو یې په ګرمو اوبو کې د بوټونو او پښو وینځلو خوبونه او شعارونه درلودل، کابل کې يې هم څو ذلیلې څیرې له پریړو بریتونو سره د ځان تابع کړې وې، نه پوهیږم چې په ګرمو اوبو کې د پښو او بوټونو له منځلو د دوي څه تعبیر و ممکن دا به د هغه مظلوم ولس په وینو ککړې پښې وې چې وحشی کمونستانو يې معصومې وینې بهولې وې، دوی افغانستان هضم کړی ګڼلو فکر يې کولو چې دې مجاهد روزونکي هیواد کې هیڅوک هم د ازادۍ له فکر او اهمیت سره اشنا نه دي، ټول ولس به همدومره ذلیل وي لکه څو کرغیړن افغاني کمونستان.

کابل مېشتو کمونستانو هم ځانونه له مسکو زیات کمونیزم ته وفادار ګڼل حتی په هغوي (روسانو) يې هم د کمزوري کمونیزم پاللو ټاپه لګوله خو خپل منځ کې همدا څو زریز لوچک ټولګي دومره په یو او بل باندې په خولو لګولو بوخت وو چې خپل رهبران يې هم یو پربل پسې مسکو ته د وفادارۍ په خاطر وژل.

د خپلو ملګرو ناموسونه به يې عامو او خصوصی مېلو کې ورته نڅول، په هیڅ ډول رزالت بند نه و نن همغه کمونستان د امریکا او غرب لپاره داسي په بیشرمۍ او خړو سترګو غلام او نوکران دي چې له غربپلوه ډیموکراټانو يې هم لار ورکه کړې، دا ټولګي نه مذهبی فکر لري، نه ملي، نه بشردوستانه او نه د انسانیت د ښیېګړې لپاره کوم بل څه .

د روسانو یرغل او د دوي تقریباً لس کلن جنګ د کمونیزم په تابوت د وروستی میخ ټکوهل و، د دوی نه ماتېدونکی شعار دړې وړې، په نړۍ د راج کولو مغروریت يې بشپړ مات شو ، یرغلګرو ته يې د عبرت تاریخ په نوې بڼه مخ ته کیښود او ان شاءالله د هر یرغلګر او غلام سرنوشت به همداسې وي لکه د روس او د هغوی د نوکرانو.

موږ ته يې ۸۰٪ هیواد له هر اړخه ویجار او برباد پریښود خپل کمونست ملګري يې د مرګ په پوله تر شا پرېښودل په ډېره نامردي يې د غرب او پاکستان ترحم ته ور ټیل وهل، د مجاهدینو عمومي عفوي ورته د سکون سا ورکړه؛ خو نن ګورو له خپلو کړنو نادم نه ښکاري امریکا بیا راژوندي کړل نن يې د مسکو پرځاي واشنګټن قیبله ده.

افغان ولس د دوی د ماتې او شکست د افتخار هار تر غاړې کړو، روسانو او غرب د یوې معاملې له مخې د جینوا د تړون له مخې ځان ته د یو درواغجن او غولونکي پروتوکول له مخې د اوړو د پوزې د جوړولو ناکامه هڅه وکړه خو تاریخی ماتې به کله هم پټه نشي کړای چې دوی خپل ټر په پر پټ کړي.

موږ د امپراتوریو د زوال وړتیا او همت لرو خو له هغې وروسته د جوړېدو همت نه لرو، امید دی چې ټولنه او نوي نسل مو د دغو افتخاراتو د ساتلو او ګټو ژور فکر او کلک هوډ وکړي، د ملتونو او حکومتونو ترمنځ باید د متقابل احترام د نړیوالو منلو شوو اوصولو تر مخې افغانستان له ټولو سره د ښوو اړیکو نوی باب پرانېزي او دا باب باید د ملت په خوښه افغان شموله وي.

د سترګو لیدلی حال: یوه ورځ د یو کمونست موټر اوکراین کې پولیسو ودرولو خبرې يېس ره کولې چې ګورم دغه افغانی کمونست جیب ته لاس کړل یو جیبی بکس يې راوویست د هغې له جیب يې یو عکس راواخیست پریړ بریتونه نظامی یونیفورم عکس يې عکسر ته ور وښوود نو ورسره يې غبرګه کړه کې جی بی نچایلکنه نچایلنکه افغانستان کابل پروان ( وروسته پوه شوم چې ده ورته وویل زه کابل او پروان کې د کی جی بی د کوم افغانی ریاست ریس وم ).

هغه ورته وخندل دروګئ دروګئ ( دوست دوست) خو پر دې هم عسکر قانع نشو بیا يې ورته وویل ( دوئ پزالیسته داکومینټې) دا پریږده مهربانی وکړه اسناد راکړه!

دا د دوی حال و ترڅو به په پردیپالنه افتخار کوو؟ د کمونیزم د شکست ویاړ د افغانستان د تاریخ یو ځلانده برخه جوړوي بختور هغه څوک دي چې په دې ورځو کې په یوه نه یوه بڼه برخه لري خدای ج دې ددوی قرباني، هڅې او زیار قبول کړی. دوی د افغاني ټولنې عزت او ویاړونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x