شعـــــرونه

شکر ـ غزل

حمدالله حلميار
پر دې ژوند د ناداري باداره شکر
پر ستړیا، درد او خواري باداره شکر

خیر دی زه دي ازارېږم، وهل کېږم
چي زه نه یم ازاري باداره شکر

په ګاونډ کي کبابونه خوړل کیږي
ماته ایښي جواري باداره شکر

ماڼۍ نه غواړم، جونګړه لوی نعمت دی
چي شي جوړه کراري باداره شکر

حلمیار دا خپل سر ستا په لار کي ایښی
ستا له دینه شو واري باداره شکر

۲۰۱۵/۲/۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x