افغانستان

کندهار: ترافیکي پيښه کې ۳۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپيان شوي دي

bas_accedent_zakhmianنن ټکی آسیا: د کندهار – کابل پر لویه لاره نن یو د یوه بس چپه کیدو له کبله ۳۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپيان شول.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار وختي د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د شوراندام په سیمه کې مړوند مانده ته نیژدې یو مسافر وړونکی ۳۰۳ بس چي د کندهار څخه کابل ته روان وو، چپه شو، چي له امله يې یاده مرګ ژوبله را منځته شول.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي رسینو ته ویلي چي پيښه د کندهار د دامان په ولسوالۍ کي منځته راغلې، ۳۵ تنه مړه او ۲۷ ټپيان دي، چي ټوله يې د کندهار په ښار کې میرویس روغتون ته رسول شوي دي، او زیاته يې کړه چي کیدای شي د مړو شمیر تر دې هم زیات شي، ځکه چي د ډیرو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

هغه زیاته کړه چي په مړو او ټپيانو کې ښځي او ماشومان نشته.

د کندهار – کابل پر لویه لاره داسي ترافيکي پيښي د ورځي معمول ګرځیدلی او زیات شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه په کښي ورکړی، د ترافیکو مسؤولین هرکله دداسي پيښو سبب د موټر چلوونکو بی کفایتي او بی احتیاېي ښه يي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x