نظــر

د يمن په اړه د خليجي هېوادونو تېروتنې، ستونزې او چانسونه

ليکوال عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې د خليجي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په پای کې دا پرېکړه وشوه، چې يمن اړوند به خليجي هېوادونه په ګډه يوې سالمې پرېکړې ته رسيږي او که خليجي هېوادونه په دې اړه يوې ګډې پرېکړې ته ونه رسېدل، نو د دغو هېوادونو ګډه شورا به داسې يوې پرېکړې ته اړ وي، چې د سيمې او يمن امنيت او ملي مصالح په نظر کې ونيسي او پرېکړه وکړي.

دا خو ډېرې ښکلې او خوږې خبرې دي، مګر هغه پرېکړې او اجراءات به څه وي، چې دغه عربي هېوادونه يې د خپلو ملي مصالحو لپاره کوي؟ ايا دوی به يمن ته د حوثي شيعه مليشو پر ضد خپل ځمکني او هوايي ځواک ولېږي، چې اوس يې د يمن پلازمېنه صنعاء کې ولسمشرۍ ماڼۍ نيولې او خپل رسمي اعلانونه ترې خپروي، د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي او لومړی وزير خالد بحاح يې نظر بند کړي دي؟

موږ دا فکر نه کوو، چې خليجي هېوادونه دې يمن کې نظامي مداخله وکړي او که نظامي مداخله هم کوي، نو د امريکايي جنګي الوتکو تر څار او نظر لاندې به وي، څرنګه چې عراق او سوريه کې د اسلامي دولت پر ضد روان دي.

د تاريخ په اوږدو کې چې هر هېواد پر يمن يرغل کړی، له سختې ماتې سره مخ شوي او يا لږ تر لږه بريالي شوي نه دي.
د يمن پلازمېنې صنعاء د عثماني خلافت امر ته هم غاړه نه ده ايښې او برتانوي ښکېلاک هم يمن هضم نه کړ او ماتې يې په کې خوړلې ده.

امريکا چې له څو کالو راهيسې افغانستان او عراق کې په جګړه بوخته ده، موږ فکر نه کوو، چې امريکا دې د يمن په اړه د خليجي هېوادونو غوښتنه ومني.

سپينه ماڼۍ د اسلامي دولت او يمني شيعه حوثيانو سرکشي او تېري سره برابر نه بولي.

د حوثيانو په اړه امريکا د ايران خوښې او غوښتنو ته ګوري او هيڅکله نه غواړي، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه روانې خبرې اترې ګډې وډې شي.

د يمن په اړه د خليجي هېوادونو بهرنی سياست او ستراتيژي له پخوا او تر دې دمه هسې هوايي او وارخطا خبرې دي او په دې اړه هيڅ ستراتيژي او روښانه کړنلاره نه لري. که دا ووايو، چې خليجي هېوادونه د يمن په اړه يوازې په وختي او مهالني عکس العمل باور لري، نو خبره به مو بې ځايه نه وي.

دا خبر به لږ نوره هم روښانه کړو، چې د يمن او ګردې عربي نړۍ په اړه خليجي هېوادونه يوه او منظمه کړنلاره نه لري، بلکې دا ټول د پرديو هېوادونو پلانونه او کړنلارې دي، چې عربي هېوادونه يې پر مخ بيايي او په ډېرو ځايونو کې د يو بل ضد فکر او پلانونه روان دي.

د ساري په توګه سوريه کې قطر د يو ډول کړيو مخالفت کوي او سعودي عربستان د هغو ضد نورو کړيو او فکرونو پلوي کوي.
ليبيا کې هم امارات د جنرال حفتر او زنتان د ملېشو ملاتړ کوي، بل پلو قطر په ډېره مېړانه د «فجر ليبيا»، مصراته دولت او نورو جهادي ډلو ملاتړ کوي.

همدا خبرې د مصر په اړه هم کولای شو، چې د ولسمشر محمد مرسي او له پوځي کودتا وروسته د عبدالفتاح السيسي د واکمنۍ پر مهال خليجي هېوادونه يو د بل ضد کړنې او پلانونه ترسره کوي.

سعودي عربستان، چې د يمن قضيې په اړه له نړۍ او عربي هېوادونو د قانوني کړنو غوښتنه کوي، له اتيا کالو راهيسې يې دغه هېواد کې ځان لپاره کوم قوي ملاتړی او اتحادي پيدا نه کړ.

د يمن اصلاح، سني قبايلي او ګڼ نور ګوندونه يو يې هم د سعودي قوي ملاتړي نه دي، سره له دې، چې سعودي د خپل بنسټ له پيله دغه هېواد کې ډېره زياته پانګونه کړې ده، حتی د سعودي رسمي اتحادي او د يمن پخواني ولسمشر علي عبدالله الصالح، چې سعودي له مرګه وژغوره، سعودي سره يې بې وفايي وکړه او د سعودي له دښمنانو «شيعه حوثيانو» سره يې يارانه ټينګه کړه.

ايران يمن ته د خپلو ايتلافيانو «شيعه حوثيانو» د ملاتړ لپاره نظامي کارپوهان، د اسلامي انقلاب ملېشي او نور مهم پوځي تجهيزات او مواد لېږي، نو سعودي او خليجي هېوادونو يمن کې د خپلو اتحاديانو او ملاتړو لپاره څه توره کړې؟

د خليجي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران بايد په يوه خوله دا ومني، چې دوی هېڅ منظمه او حتی غير منظمه بهرنۍ تګلاره نه لري، دوی بايد په دې تېروتنو اعتراف وکړي او دا کار اصلاح کړي، د عربي نړۍ لپاره يوه منظمه تګلاره غوره کړي او د سيمې ټول تناقضات او ستونزې په ترجيحي ډول له منځه يوسي. ليبيا، عراق، لبنان، سوريې، يمن او فلسطين په اړه يوه بهرنۍ پاليسي وټاکي.

د خليجي هېوادونو د شورا مشر سعودي عربستان دا ځل د فلسطين په اړه پټه خوله و او هېڅوک په دې پوه نه شول، چې اوس مهال د دوی پاليسي څه ده.

دې ورځو کې که سعودي له حماس سره دښمني نه پالي، نو پرېکون خو يې خامخا ورسره شته؛ ځکه چې حماس اخوان المسلمين او حرکة الجهاد الاسلامي ډلو سره ښې اړيکې لري او محمود عباس سره يې اړيکې يخې دي او تر اوسه يې د سوريې په اړه روښانه تګلاره چا ته نه ده معلومه. داسې هم ويل کيږي، چې سعودي د سوريې له قضيې وتلی او ټوله توجه يې د اسلامي دولت ضد جګړې ته اړولې ده.

د يمن په اړه د سعودي او خليجي هېوادونو پاليسي په دوو ټکو ولاړه ده.

اول: دغه هېوادونه په دې اند دي، چې يمن بايد د ټول عمر لپاره بې وزله، غريب، ويشلی او پرديو ته اړ هېواد وي.

دوهم: دغه هېواد بايد يو سالم مرکزي حکومت ونه لري؛ ځکه که يمن کې قوي مرکزي حکومت راځي، نو خليجي هېوادونه يې د ځان او سيمې لپاره ګواښ ګڼي.

د دې خبرې ښه دليل دا دی، چې د اردن او المغرب په څېر لرې هېوادونه د خليجي همکارۍ په ټولنه راغلي او يمن، چې له هر پلوه د خليجي هېوادونو شريک دی، په دغه ټولنه کې نه دی منل شوی.

د خليجي هېوادونو دغه سياست او تګلاره په يمن کې بريالۍ شوه. يمن کمزوری هېواد شو، بلکې تقسيم شو، مګر دې جادو بېرته د جادوګر پر ضد سرچپه اغېز وکړ، يمن يو ناکام دولت شو، مرکزي حکومت يې بې واکه شو او کومه خلا، چې دغو هېوادونو رامنځته کړې وه، القاعده او اسلامي دولت ډکه کړه، دوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي او ورځ تر بلې نورې سيمې نيسې او د سيمې هغه عرب قبايل، چې د سعودي له سياسته نهيلي شوي، القاعده او اسلامي دولت ته سترګې په لار دي او اوس خو لا د يمن ډېرې سيمې د ايران پلوو حوثيانو په لاس کې هم دي.

يمن کې د شيعه حوثيانو پر مختګ هسې بېړنۍ پېښه نه ده، بلکې دا د خليجي هېوادونو د ناکامې بهرنۍ پاليسي برکت دی، چې ټول عمر يې يمني ولس په تش ډاګ پرېښی. د يمن ولس دا حق لري، چې د ايران په څېر يو هېواد سره اتحاد وکړي، چې هېڅکله د خپلو ايتلافيانو له مرستو نه شا ته کيږي. ايران د عربي هېوادونو له ناکام سياسته په ګټه اخيستو د فلسطيني مقاومت ملاتړ را خپل کړی او په سيمه کې يې د خپلو ګټو لپاره هر ځای جګړه پيل کړې ده.

خليجي هېوادونه، چې منظمه بهرنۍ تګلاره او ستراتيژي نه لري او ټول باور يې پر امريکا و، اوس ترې امريکا هم د دې لپاره په شا شوه، چې ايران سره يې د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې روانې کړي، خليجي هېوادونه د خپل ناکام سياست له امله په تش ډاګ پاتې شول او شاوخوا ترې دښمنان راټول دي.

شمال کې يې اسلامي دولت دی، ختيځ ته يې ايران دی، سويل ته يې د يمن ناکام دولت او ايران پلوي شيعه حوثيان دي او لويديځ «مصر» کې هم حالات تاوژن دي.

د دې ټولو ستونزو مسؤوليت د چا پر غاړه دی؟

تاسې له سلګونو کارپوهانو، مفکرينو، د ستراتيژيکو چارو له څارونکو پوښتنې وکړئ، چې ټول عمر دغو خليجي هېوادونو پرې سلګونو ميليونونه ډالر لګولي، هغوی دې اوس ځواب ووايي، چې د دې ستونزو ځواب لري که نه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x