افغانستان

هلمند: عسکرو په مالمند بازار کې سلګونه دوکانونه سوځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په هلمند کې د دولتي عسکرو له لوري په پیل شويو عملیاتو کې د سنګین ولسوالي د مالمند بازار سلګونه دوکانونه سوځول شوي دي.

د سیمې خلک وايي چې د ملي اردو، عامه نظم عسکرو او اربکیانو په ګډه د دې بازار دوه سوه دوکانونه او یو موټر پلورنځی چې لسګونه موټر پکې ولاړ و، سوځولي دي.

د سیمې یو قومي مخور حاجي روح الله وايي چې عسکرو ټوله ورځ له طالبانو سره په جګړه تېرکړه «تیاره ماښام يې خپل غچ له عامو خلکو واخیست، دوکانو ته يې له مخې اورونه اچول.»

حاجي روح الله وايي چې د دې عملیاتو عمومي قومندان دادان لونګ ته يې هم شکایت کړی دی، خو په خبره هغه ورته ویلي چې په دې دوکانونو کې طالبانو ماینونه جوړول، ځکه باید وسوځول شي.

هغه وايي: «قومندان ویل چې په دې دوکانو کې طالبان بمونه جوړوي او تاسې ټول ورسره همکار یاست، نو وه زوی مړې دا خو د خلکو دوکانونه و.»

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسوول هم وايي چې دوی په سنګین کې یوه د هیروینو او یوه د بم جوړولو فابریکه ویجاړه کړې ده.

محمد رسول ځاځی وايي چې دوی په دې عملیاتو کې تر دېرشو ډېرو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

بل اړخ ته د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم وايي چې دولتي عسکرو د عامو خلکو دوکانونه او یو موټر پلورنځی سوځولی دی، چې دوی پورې يې هیڅ اړه نه درلوده.

یاده دې وي په هلمند کې د دې اوونۍ له پیل سره د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي، چې د سیمې د خلکو په خبره دولتي عسکر له طالبانو سره د مقابلې او جګړې پر ځای د دوی ځورولو ته «چاڼیز» عملیات وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x