ډاکټر عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله: د مهاجرینو ستونزو څېړلو لپاره به پاکستان ته پلاوی ولېږل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس په پاکستان کې د مهاجرینو د ستونزو د څېړلو او حل کولو په موخه پاکستان ته پلاوی لیږي.

ډاکتر عبدالله چې نن يې د وزیرانو د شورا لومړنۍ غونډې ته وینا کوله وویل هغه موضوع چې د وزیرانو د شورا په ننۍ ناسته کې به پرې بحث کیږي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ستونزې دي.

هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې د مهاجرینو ستونزه جدي ده او جدي، اساسي او فوري ځواب ته اړتیا لري.

د ګډ حکومت اجراییه رییس وویل چې یو پلاوی به وټاکل شي او د ګډ حکومت ولسمشر د منظوري څخه وروسته به پاکستان ته ولېږل شي څو په دې هیواد کې د مهاجرینو وضعیت وڅيړي او نوي سهولتونه ورته برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان IMO په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې پاکستاني پولیس د پېښور تر برید وروسته افغان مهاجرین ځوروي. راپور کې راغلي چې د جنورۍ په میاشت کې یواځې د تورخم د لارې ۲۲ زره افغانان د پاکستان څخه ویستل شوي دي.

د پېښور تر برید وروسته پاکستاني پولیسو عموما په پاکستان او ځانګړي توګه پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو په نیولو او ځورولو پیل کړی.

افغان مهاجرین وايي چې د ټولو قانوني اسنادو سربېره یې پولیس تنګوي، پیسې ترې اخلي او آن په بند کې یې اچوي.

د پاکستان حکومت وايي چې په دغه هېواد کې ۱،۶ میلیونه افغانان په قانوني توګه اوسیږي او همدومره نور د اسنادو پرته اوسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د