نړۍ

لیبیا: د مصر په انتقامي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د مصري ځواکونو په انتقامي بمبارۍ کې ۷ کسه وژل شوي، او تر ۱۸ زیات نور ټپيان شوي دي.

دغه بمبارۍ چې د لیبیا په (الدرنه) ښار کې تر سره شوي، په اړه یې د مصر پوځ وايي چې دوی نن سهار د اسلامي دولت یو شمېر مراکز په نښه کړل، او هلته یې د اسلامي دولت تابع زیات شمېر جنګیالي وژلي.

خو د سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د نن سهار په هغه بمبار کې چې د مصري ځواکونو له خوا په الدرنه ښار کې تر سره شو، ۳ ماشومان، ۳ ښځي، او دوه ولسي نارینه وژل شوي، او تر ۱۸ زیات نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي، چې د ځینو روغتیايي حالت یې د انديښنې وړ دی.

مصر وروسته تر هغه په علني توګه په لیبیا کې بمبار وکړ، کله چې تیره ورځ په لیبیا کې ۲۱ تنه قبطي نصرانیان چې د مصر هیواد وه، د اسلامي دولت له لوري ووژل شول، او ویډیو یې د یوه پيغام سره نشر شول.

دغه پيښه د نړۍ اکثرو هیوادونو مشرانو په پراخ پیمانه وغندل، او د مصر ولسمشر جنرال عبد الفتاح السیسي یې په اړه وویل چې مصر به د خپل انتقام لپاره وخت او ځای وټاکي، او خپل انتقام به واخلي.

د مصر رسمي تلویزون نن سهار د څلورو جنګي الوتکو انځورونه ښکاره کړل، او وې ویل چې دغه الوتکو په لیبیا کې د تروریستانو په ضد بمبارۍ تر سره کړي، تر څو د مصر په داخل او خارج کې د تروریستانو څخه انتقام واخلي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم داسي خبرونه ورکول شوي چې مصر په لیبیا کې د اسلامي ګوندونو او وسلوالو ډلو په خلاف د متحده عرب امارات په ګډون بمبارۍ کړي، خو دا لومړی ځل دی چې مصر په علني توګه اعلان کوي چې دوی په لیبیا کې بمبار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x