افغانستان

جرمني په بلخ کې د انجنیرۍ پوهنځی جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): جرمني د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د انجنیرۍ  پوهنځی جوړوي.

دغه  پوهنځی چې د جرمني په مالي مرسته رغول کیږي ۷۲۰ محصلینو ته د ریل ګاډي پټلۍ جوړونې، بريښنا، سرک جوړونې او معمارۍ څانګو کې د زده‌کړو زمینه برابروي.

د بلخ ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انجنیرۍ د ښوونځي د بنسټ ډبره د جرمني د اقتصاد او پرمختګ وزارت معین توماس سیلبیرون او د بلخ ولایت مرستیال والي محمدظاهر وحدت پرون یکشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودله.

دغه  پوهنځي د رغونې لګښتونه د جرمني پرمختیایي بانک او ددغه هېواد نورې اقتصادي ادارې ورکوي.

تر دې وړاندې هم جرمني په مالي مرسته دار المعلمین او زارعت انسټيټیوټ ګټې اخېستنې ته سپارل شوي وو چې نېږدې ۷،۶ میلیونه یورو لګښت پرې راغلی و.

ولایتي چارواکي وايي چې ددغه مسلکي ښوونځي د رغونې وروسته په بلخ ولایت کې د جرمني پانګه ۱۱ میلیونه یورو ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x