کندز: د طالبانو په برید کې الماني ځواکونو ته مرګ ژوبله رسیدلې
نن ټکی آسیا: د کندز ولایت د علی اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له کبله د بهرنیو ځواکونو ۵ تنه او د افغاني ځواکونو ۳ تنه سرتیري ووژل شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته وویل چي نن غرمه د کندز ولایت د علی اباد ولسوالۍ د لاله میدان په سیمه کې طالبانو د بهرنیو او افغاني ځواکونو پر ګډ کاروان برید وکړ چي په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله را منځته شول.
هغه زیاته کړه چي په برید کې د ایساف د ځواکونو یوه عراده موټر هم له منځه لاړ.
خو په کندز کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي چي په یاده نښته کې یوازي ددوی دوه تنه عسکر ټپيان شوي دي، او بل کوم ډول زیان نه دی ورته رسیدلی.
هغوی د طالبانو په منځ کې هم د مرګ ژوبلي خبر ورکړ خو زیاته کړه چي د هغو په اړه دقیق معلومات نه لري.
باید وویل شي چي د کندز په ولایت کې ډیر الماني ځواکونه میشت دي.