افغانستان

کندهار: میوند کې د قومندان په شمول ۱۳ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په سویلي کندهار ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د یوه قومندان په شمول لږ تر لږه ۱۳ پولیس وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني د طالبانو لخوا په پولیسو د برید پخلی کړی او هم يې د ۶ پولیسو وژنه تایید کړې ده.

خو کندهار کې ازادې رسنۍ بیا د امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې په برید کې د قومندان په شمول ۱۳ پولیس وژل شوي.

امنیتي سرچېنو ویلي چې برید نن دوشنبه شاوخوا ۴ بجې د میوند ولسوالۍ د بندتیمور په برینګ مانده سیمه کې په تکتیکي ډول شوی دی.

دوی ویلي چې طالبانو د یو تکیتیک څخه په کار اخېستلو د قومندان په شمول ۱۳ پولیس وژلي دي.

سرچېنې وايي چې طالبانو لومړی په یوه ځای کې چاودنه وکړه او وروسته چې پولیس د چاودنې ځای ته ورغلل، دوی پرې برید وکړ او ټول پولیس یې ځای پر ځای ووژل.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک د پېښې تایید کړی دی خو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
صمیم خپلواک ویلي چې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی میوند ته تللی دی څو په اړه يې کره جزییات لاسته راوړي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان سلطان محمد هم په پولیسو د طالبانو د برید تایید کړی دی او د ۶ پولیسو وژل یې منلي. هغه ویلي چې په وژل شوو کې ۲ پولیس افسران او نور عادي پولیس دي.

طالبانو ددې خبر د خپریدو تر شېبې پورې د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶ عسکرو د وژنې خبر ورکړی دی. دفاع وزارت د ۶۴ وسله‌والو د وژنې ادعا هم کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x