افغانستان

تازه خبر: کابل کې دانګلستان پر قونسلګري درنه جګړه روانه ده

.نن ټکي اسیا/ نن سهار وختي پنځه نیمې بجې دکابل ښار په زړه دکارته پروان په سیمه کې دانګلستان هیواد دقونسلګري مرکز ته څوتنه سرښندونکي له .خپلو وسلو سره ننوتلي اوس مهال په مرکز کې درنه جګړه روانه ده .خبر زیاتوي لومړي دمرکز مخ ته یوه قوي چاودنه وشوه وروسته وسلوال مرکز ته دننه ننوتل او هلته یې جګړه پیل کړه، وروستي رارسیدلي راپورونه وایي په جګړه او دموټربم په چاودنه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، دپیښې له ځايه امبولانسونه دمړو او ټپیانو په انتقال بوخت دي .

دپیښې په ځايه کې دملګرو ملتو میلمستونونه او دبهرنیانونور مهم میشت ځایونه موجود دي .

دطالبانو دپیښې پړه په غاړه اخیستې اوویل یې دي چې دانګلستان هیواد قونسلګري او په سیمه کې دبهرنیانو میلسمتون یې هدف دي چې اوس مهال هم پکې مقاومت روان دي

دپیښه په داسي حال کې رامنځ ته کیږي چې نن ورځ له انګریزي ښکیلاک نه دخپلواکي دبیرته اخیستلو ۹۲یمه کلیزه لمانځل کیږي

جګړه ډیره په زور روانه ده داخلی اوبهرني عسکردپیښی ځای ته رسیدلي دي، امنیتي چارواکي وایی سرښندونکي له درو لورو څخه قونسلګري تربرید لاندي راوستي دبرید له کبله دوقونسلګری دوداني یو دیوال هم نړي دلي، داسي اندیښنه شته چي ترنړیدلی دیوال لاندي به ډیر پولیسو وژل شوی وي.

سرښندونکي په درنو اوسپکو وسلوباندي سمبال وو، یوه سرښندونکي دقونسلګري له یودیواله سر څیرمه دپولیسو په وړاندي خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه بل بیا دعمومي ګیټ ومخ ته موټربم چاودنه ترسره کړه، امنیتي چارواکي وایی له سرښندونکو په پوره مقدارسره وسله ورسره ده کیدای شي تریوي ورځي پوري ښه جنګ په وکړي.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x