افغانستان

په هلمند کې د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره مرسته وشوه

people_get_donation_in_helmand(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۸) لښکرګاه: په هلمند ولايت کې د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره نن د خوراکي توکو مرسته پيل شوه. د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار د دغو مرستو د وېش پر مهال وويل، چې دغه مرسته د ٨٢٥ وژل شويو پوليسو له کورنيو سره کېږي. هغه زياته کړه، چې هرې كورنى ته ۱۰۰كيلو ګرامه اوړه، ۱۰كيلو غوړي او ۵۰كيلو وريژې د اختر او روژې په مناسبت وېشل کېږي.

د قوماندان په خبره، د هغو پوليسو كورنيو ته، چې په ولسواليو كې اوسېږي په خپلو سيمه كې ياد مواد وېشل کېږي. انګار زياته كړه، چې د وژل شويو پوليسو له كورنيو سره يې د كور لپاره د ځمكو ژمنه هم كړې، چې په نږدو وختونو كې به يې د وېش لړۍ پيل شي. د احمدشاه په نوم يوه سپين ږيري پژواك اژانس ته وويل، دغه مرسته چې دوى ته وركول كېږي بسنه نه كوي؛ ځكه دوه زامن يې پوليس وو او د هغوى له وژل کېدو وروسته ورته يتيمان پاتې دي. نوموړى وايي، تېر كال يي دوه زامن د اطلاعاتو او كلتور په رياست كې په مرموز ډول ووژل شول، چې له تېرو څو كلونو راهيسې يې د پوليسو په ليكه كې دنده ترسره كوله. دامان الله په نوم يوه تن هم وويل، چې په كال كې يو ځل په دغې اندازه مرسته د دوى اړتياوې نه شي پوره كولاى. هغه زياته کړه، چې زوى يې پوليس و او دوه كاله وړاندې په ناوې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په يوه بريد كې ووژل شو او اوس يې د اولادونو مسووليت د ده پر غاړه دى. نوموړي له امنيه قوماندان څخه غوښتنه وكړه، خپله هغه ژمنه دې پوره کړي، چې له وړاندې يې د وژل شويو پوليس له كورنيو سره كړې، چې د كورونو لپاره به ځمكې وركوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x