اسلام اباد: پاکستان د پوځي رسم ګذشت په مناسبت ۴۱ دیني مدرسې تړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د راتلونکې میلادي میاشت مارچ په ۲۳ نیټه د پوځي رسم ګزشت په خاطر به ۴۱ مدرسې په بشپړه توګه وتړي.

د امنیتي چارواکو په وینا دغه مدرسې به د امنیت د ټینګښت په سلسله کې وتړل شي، او د مدارسو ټول هستوګن ځایونه به د زده کونکو څخه خالي کړل سي.
د پاکستان پوځ د یوم پاکستان په مناسبت هر کال په ۲۳ مارچ په اسلام اباد کې د پوځ رسمي ګزشت کوي چې د جګ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو په ګډون ددغه هیواد ولسمشر او لومړی وزیر هم په کښي ګډون کوي.

د پاکستاني تلویزون ډان نیوز په وینا امنیتي سرچینو ورته ویلي چې دغه مدارس به د ۱۸ مارچ څخه بیا تر ۲۴ مارچ پوري په بشپړه توګه د زده کونکو څخه خالي وي، او په دې اړه د مدارسو ادارو ته له مخکې خبر ورکړل شوی.

ټاکل شوې چې د رواني میلادي میاشتي په ۱۸ نیټه به د حکومت د دیني امورو وزارت چارواکي او د مدارسو ټولني سره کښيني، او د مدارسو د مستقبل په اړه به په نوي تګلاره سره وغږيږي.

تیره ورځ د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي وه چې د پاکستان په دیني مدارسو کې به د بهرنیو زده کونکو په داخلو بندیز ولګول شي، چې د وفاق المدارس له خوا د حکومت دغه پریکړه غندل شوې وه، او دا یې د راتلونکو مذاکراتو د سبوتاژ له پاره یو دسیسه بللې وه.

د وفاق المدارس په وینا هغه زده کونکې چې په پاکستان کې د هستوګني قانوني اسناد لري، پر هغوی بندیز لګول نامناسبه پریکړه ده چې دوی به یې په هیڅ صورت ونه مني.

پاکستان په دې ورستیو کې هڅه کوي چې د دیني مدارسو په خلاف بندیزونه زیات کړي، او د هغوی څخه د ټولو اداري او مالي چارو په اړه معلومات وغواړي.

د ډان نیوز په وینا لا له وړاندي د دیني مدارسو څخه غوښتل شوي چې خپل د بینک اکاونټونه د حکومت نظارت ته تسلیم کړي، او د بهرنیو هیوادونو څخه چې هر څوک ددغه مدارسو سره کومک کول غواړي، هغه کومک باید د همدې بینک اکاونټونو او قانوني لارو څخه وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د