دنیا او آخرت

حامد افغان

لکه د خلکو په د یني موضوعاتو چې څه لیکل ضروري دي داراز د هغوی د دنیوي ستونزو په اړه څه لیکل هم ضروري دي، زه کله کله په ټولنیزو موضوعاتو لیکني کوم ځیني خلک پوښتنه کوي په دې اړه کوم ایت یا حدیث شته، باید ووایم چې شریعت په مختلفو ځایونو کې د مسلمانانو دنیوي موضوعاتو ته په جدي توګه پاملرنه کړې ده، په قراني ایتونو او نبوي حدیثونو کې په دې اړه ګڼ شمیر تصریحات او اشارې شته دي، چې دلته یې یو ایت را اخلم.

قرانکریم د رسول الله د صفتونو په لړ کې وایي: حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ، [التوبة: 128]، یعني په تاسو حریص دی په مومنانو نرم او مهربانه دی، امام القرطبي رحمه الله وایي: ستاسو د هدایت، توبې او حق ته د رجوع کولو حریص دی. تفسير الطبري، 6/ 522. د مومنانو د خیر او ښو حرص لرل دې ته وایي چې له سړي سره مسلمانانو ته د هر ډول ګټې رسولو فکر او اندېښنه وي که هغه دنیوي ګټه وي او که د اخرت ګټه وي، ابن کثیر رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې همدا خبره داسي کړې ده: “أي على هدايتكم و وصول النفع الدنيوي والأخروي إليكم”، تفسير ابن كثير، 2/ 531.

نن سبا په عامه توګه دیني پوهان او د خلکو نور خواخوږي ډیری یې د خلکو د اخرت او دین او ایمان لورته متوجه دي او د خلکو د دنیا ستونزو او نورو دنیوي چارو ته ډیره کمه توجه کوي، بلکي له بده مرغه ځیني علماء د دنیا په بدي کې پوره تفصیلات وړاندې کوي او د اخرت په ترغیب کې دنیا او په دنیا بوختیا د مطلق ناروا او حرامو تر پولي ورسوي، بل لورته بیا ځیني هغه خلک دي چې ځانونه “مدني فعالان ” بولي دوی د خلکو د اخرت په کیسه کې نه دي یعني دواړو لوریو د یوې مسلمانې ټولنې د اساسي غوښتنو او اړتیاو په منځ کې تعادل له نظره غورځولي دی او دا کار مناسب نه ده د یوې مسلمانې ټولنې پوهان، مدني فعالان، عالمان او هر ډول نور خواخوږي باید د دې ټولنې د دنیا او اخرت دواړو ضرورتونو او د دواړو په اړه غوښتنو ته متوجه وي او د دواړو په منځ کې تعادل او موازنه په نظر کې ولري.

د امام ابوحنیفه رحمه الله مشهور شاګرد امام محمد بن الحسن الشیباني (131هـ/189هـ) رحمه الله د (الکسب) په نوم یو بهترین کتاب لیکلی دی، او د شام د حلب مشهور عالم عبد الفتاح ابوغده رحمه الله په دې کتاب باندې په زړه پوري او خوندور تحقیق کړی ده، دا کتاب اصلاً د امام شمس الأئمة محمد بن أحمد بن أبي سهل السرخسي (ت. 490 هـ) رحمه الله د مشهور کتاب ” المبسوط ” یو باب دی، ابوغده رحمه الله هغه باب راخیستی او تحقیق کړی یې دی، دا کتاب اردو ژبي ته هم ژباړل شوی دی، په ځانګړې توګه علماء او د اسلامي دعوت شاګردان باید خامخا دا کتاب مطالعه او تر خلکو ورسوي یو ځل بیا په ټینګار سره وایم چې دا کتاب خورا مهم او ډېر ګټور دی.