افغانستان

دخپلواکۍ د۹۲ یمې کلیزې په مناسبت دطالبانو دمبارکۍ پیغام

طالبان پیغام

نن ټکي اسیا:دطالبانو رهبري شورا، له انګریزي ښکېلاک څخه دخپلواکۍ ۹۲ یمې کلیزې په مناسبت ټول افغان ملت ته دمبارکۍ پیغام خپور کړی دي .د طالبانو له لورې رسنیو ته لېږل شوي پیغام دمتن په یوه برخه کې راغلي (د انګریزانو په وړاندې دافغان اولس اتیا کلن مقاومت او دخپلواکۍ مبارزه زموږ دتاریخ یو خورا مهم او له عبرته ډک باب دی ، که دانګریزي ښکیلاکګرو او افغان خپلواکي غوښتونکي اولس ترمابین دڅو لسیزو دجګړو ، یرغلونو ، شکستونو او بریاوو تاریخ په دقیقه توګه مطالعه کړای شي ، داوسني روان بحران دحل لپاره ډیر څه ترې زده کیدلای شي .)

نن ټکي اسیا ته هم ددې پیغام یوه کاپي لیږل شوې ده چې دادي له کوم لنډیز پرته یې کټ مټ یې دلوستوالو مخې ته ږدو.

 

له انګریزي ښکیلاکه دافغانستان دخپلواکۍ د دوه نویمې کلیزې په مناسبت دمبارکۍ پیغام

له نن څخه پوره ۹۲ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ ه ش کال داسد دمیاشتې په ۲۸ نیټه د ۱۹ مې او ۲۰ مې میلادي پیړۍ لوی استعمارګر ، انګریزي ښکیلاک رسما دافغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله ، او په دې توګه افغان اولس له څو لسیزو جګړو او لانجو وروسته خپل ستر ارمان ( دهیواد استقلال ) ته وصل شو.

ددې سترې او تاریخې ورځې درارسیدو له امله دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری خپل مؤمن او په خپلواکۍ مین اولس ته دزړه له کومې مبارکي وایي ، لوی خدای جل جلاله دې له روان امریکایي اشغال څخه هم دهیواد دبشپړ استقلال لوی نعمت ژر ترژره را نصیب کړي  .

د انګریزانو په وړاندې دافغان اولس اتیا کلن مقاومت او دخپلواکۍ مبارزه زموږ دتاریخ یو خورا مهم او له عبرته ډک باب دی ، که دانګریزي ښکیلاکګرو او افغان خپلواکي غوښتونکي اولس ترمابین دڅو لسیزو دجګړو ، یرغلونو ، شکستونو او بریاوو تاریخ په دقیقه توګه مطالعه کړای شي ، داوسني روان بحران دحل لپاره ډیر څه ترې زده کیدلای شي ، داچې هغه مهال دانګریزي ښکیلاک دافغانستان پروژه په بیا بیا ناکامه اوسرخوږی یې ترڅو لسیزو پورې وغځید، اساسي عامل یې دا وه چې داوس غوندې هغه مهال هم دښمن دافغان عام اولس دارادې او پریکړې په ځای ، په خپلو څو تنو اجیرانو او تنخوا خورو باندې حساب کاوه ، انګریزانو ددې په ځای چې د دوئ دمداخلې په اړه دافغان اولس غبرګون او دریځ درک کړي ، یوازې یې له خپلو اجیرانو سره معاملې کولې ، او دهغوئ په ضمانت یې ددې هیواد د اشغال خوبونه لیدل .

متأسفانه نن هم اشغالګر امریکایي ځواکونه هماغه تجربه تکراروي ، دوي داسې انګیري چې دخپلو څو تنوګوډاګیانو سره معاملې او د دایمي موجودیت تړون به ددوی په وړاندې دمقاومت مورال او اخلاقي جواز کمزوری کړي ، خو دوی باید پوه شي ، چې په دا ډول مهمو مسائلو کې ددې هیواد برخلیک څوتنه خرڅ شوي اجیران نشي ټاکلی او نه هم دا قهرمان ولس په دا ډول مسایلو کې معاملي ته غاړه ږدي ، افغان اولس همدا اوس دخپلواکۍ لپاره په سرتاسري مبارزه بوخت دی او دهمدې لپاره یې په تیرو لسوکلونو کې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي ، که دافغان اولس دښمنان له همیشني جنجاله ځان خلاصول غواړي باید د اولس ارادې ته احترام وکړي ، اودافغان اولس خپلواکي په رسمیت وپیژني ، اوکه په خپل سرزوري سیاست ټینګار کوي پرته له دې چې ژر یا وروسته ، دانګریزي ښکیلاک په برخلیک اخته شي ، دبل څه تمه دې نلري .

داسد د۲۸ مې ویاړمنې ورځې درارسیدو په مناسبت باید خپل اولس ته ورپه زړه کړو ، چې خپلواکي زمونږ طبعي ، بشري او دیني حق دی ، موږ یوازې دالله تعالی جل جلاله بنده ګان یو او بل هیڅ ځواک داحق نلري ، چې په مو ږ باندې خپله باداري ومني ، دمتکبرو کفري یرغلګرو په مقابل کې جهاد زموږ دیني فریضه ده ، په دې لاره کې که موږ له هرډول برخلیک سره مخامخ کیږو ، هغه به زموږ ددیني او دنیوي شرف او سرلوړۍ ضامن وي ، نو ځکه ضروري ده ، چې دخپلې خپلواکۍ پیل کړې مبارزې ته نور هم متوجه شو ترڅو مو دالهي نصرت په برکت په کور راختلي یرغلګر له هیواده ورک شي .

                                                                               په همدې هیله

                                                              دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری            

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x