fbpx

ليبيا: پر ليبيا د مصري الوتکو بمبارۍ تېری او ترهګري ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د ليبيا د ملي ژغورنې حکومت ريس عمر الحاسي د ليبيا «درنة» ښار کې د مصري جنګي الوتکو بمبارۍ ترهګري، د ليبيا پر حريم تېری بللی دی.

عمر الحاسي ليبيا کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل، چې مصري چارواکي په خپل هېواد کې دننه امنيت نه شي راوستی، د خپل ولس له غوښتنو او هيلو سترګې پټوي او له هېواده بهر يې د ليبيا پر حريم تېری کړی او د دغه هېواد د بې ګناه ښځو او ماشومانو وينې يې تویې کړې.

«نړيواله ټولنه او امنيت شورا بايد د مصري چارواکو دا تېری وغندي او راتلونکي وخت لپاره د مصري چارواکو لاس ونيسي.»

تېره ورځ، اسلامي دولت اعلان وکړ، ليبيا کې يې ۲۱ مصري قبطي عيسايان وژلي، له هغې وروسته مصري ځواکونو د ليبيا په درنة ښار کې بمبارۍ وکړې او ويې ويل، چې دوی د اسلامي دولت مرکزونه نړولي.

د مصري الوتکو له بمبارۍ وروسته د ليبيا پارلمان او ولسمشر د مصري الوتکو بمبارۍ څرګند تېری وباله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې په دې اړه بايد له مصري چارواکو پوښتنه وشي.

د ليبيا د ملي حکومت لومړي مرستيال عوض عبدالصادق د ۲۱ قبطي مصريانو وژنه په سختو ټکو وغندله او رسنيو ته يې وويل، چې مصري چارواکو د ۲۱ قبطي عيسايانو د يرغمل کېدو پېښې په اړه دوی سره هېڅ سلا مشوره نه وه کړې او پر مصري چارواکو يې غږ کړی، چې مصر کې د ليبيايي اتباعو ژوند تامينول د مصر مسؤوليت دی.

عوض عبدالصادق د قذافي رژيم متقاعد جنرال حتفر جنګي مجرم وباله او زياته يې کړه، چې نوموړی د پخواني ديکتاتور نظام له پاتې شونو سره په ګډه د هېواد امنيت او راتلونکې خرابوي او د بهرنيو هېوادونو نظامي مداخلې ته لاره هواروي.

مصري چارواکو وروسته له هغې د ليبيا پر درنة ښار هوايي بريدونه وکړل، چې تېره ورځ اسلامي دولت دغه هېواد کې ۲۱ مصري قبطيان اعدام کړي وو او دا بريدونه يې خپل قانوني حق بللی دی.

راپورونه وايي، چې د مصري جنګي الوتکو په بمبارۍ کې اووه تنه وژل شوي، چې درې ماشومان او دوه يې ښځې دي او ۱۷ نور يې ټپيان دي.

عربي رسنۍ د ليبيايي چارواکو له قوله وايي، چې د بمبارۍ ټول قربانيان ولسي وګړي دي.

د يادونې وړ ده، چې ليبيا کې د پخواني ديکتاتور ډګروال معمر القذافي پر ضد له ولسي پاڅون وروسته تاوتريخوالی روان دی او له تېرو څو کالو راهيسې د قذافي رژيم د متقاعد جنرال حتفر او اسلامي جهادي ډلو تر منځ سختې خونړۍ نښتې شوي دي.

جنرال حتفر سره د ليبيا دننه د هېواد سيکولران او د قذافي پلويان ولاړ دي او له هېواده بهر يې مصر، متحده عربي امارات، امريکا او اروپايي هېوادونه مرستې کوي او بل پلو جهادي اسلامي ډلې دي او غواړي، چې هېواد کې يې اسلامي شريعت نافذ شي او ځينو جهادي ډلو اسلامي دولت سره هم خپل بيعت اعلان جکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د