کندهار: د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ خپل منځي نښته کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله ورسیده
نن ټکی آسیا: د ملی اردو او ملي پولیسو تر منځ په خپل منځي نښته کې ۳ تنه پولیس مړه او د ملکي وګړو په ګډون ۱۴ نور ټپیان سوي دي.
د تفصیلاتو سره نن د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال نیاز محمد سرحدي رسینو ته وویل چي تیره ورځ د ژړۍ د ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ وسلواله نښته را منځته سوله، چي په ترڅ کې ۳ پولیس مړه او دملي اردو ۳ تنه عسکر ټپیان سول.
هغه زیاته کړه چي په دې جګړه کې ۹ تنه ملکي وګړي هم ټپيان سوي دي.
د نیاز محمد سرحدي وویل چي لومړی ملي پولیسو پر د ملي اردو پر عسکرو ډزي وکړي، چي وروسته بیا د دواړو تر منځ یاده نښته او مرګ ژوبله را منځته سوله، خو د نومړي په وینا تر اوسه د دې نښتي اصلي علت نه دی مالوم، او همدې لپاره یو هيئت ټاکل سوی دی..