نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه! – دیارلمسه برخه

رحیم بریال

بنده یا یوه نفري کوټه ایله یونیم متر اوږده او نږدې یو متر پلنه وه، په منځ کې یې تک تور ربړین وزن لرونکی فرش پروت و. دريو واړو طروفونو ته یې د لرګي تختې نه جوړ شوي دیوالونه او یو طرفه پوخ کانګریټي دیوال و، چې له دې څخه ښکاریده چې په یو لوی کانګریتي صالون کې یې دولس کوټې جوړې کړیدي. پاس چت یې په اوسپنیزه پنجره پوښل شوی و چې له هغې ها خوا ورپورته پوخ کانګریټي چت لیدل کیده دکوټو په منځ کې فقط دیوه متر په اندازه نرۍ کوڅې دولس کوټې په منځ سره ویشلي وې، چې یوې خواته یې هم شپږ وې او بلې خوا ته هم.

د کوڅې په یوه سر کې بهر څخه د راتلو لار وه او په بل سر کې یې یو پلاستیکې بې حجابه تشناب ایښودل شوی و چې درې پوړۍ یې درلودې، تشناب دیوالونه او یا دروازه نه لرله بندیان به یې د رفع حاجت پرمهال په داسې حال کې پر سر کیناستل چې مخامخ به یې پیردار عسکر ولاړ و او دقیقې به یې شمارلې، ددوی او دعسکر ترمنځ وړوکي شان پرده حایل وه چې دایرکنډیشن د تیز باد له وجې به اخوا دیخوا خوځیدله. ایرکنډیشن د سړي د کیناستو سره پیوست شاته لګیدلی و چې په اوړې به ګرم او ژمې به یخ چالان و دې کوټو ته د نوي تازه بندیانو په ګډون هغه بندیان هم راوړل کیدل چې یا خو به جزایي و او یا به امریکایانو دبندي په جامه کې د جاسوسی کار ترې اخیسته، که څه هم دا ډول بندیان ډیر کم تر سترګو کیدل خو بیا هم ترډیره پټ نه پاتې کیدل او الله ج به ډیر زر افشا کړل خو د نوي بندي لپاره دا ډیره مشکله وي چې په نه لیدو د ښه او بد توپیر وکړاي شي، نوي بندي به چې څنګه راغی، نو له بلې کوټې به یو بندي پرې غږ کړ چې وا نوی بندي !؟ د کوم ځای یې، ولې یې راوړې یې، نوم دې څه دی؟!

دا ډول نورې پوښتنې به یې ترې شروع کړې، ځان به یې ستر مجاهد ورته معرفي کړ،ساده زړو بندیانو به چې د یو افغان او پښتون غږ واوریده نو ډیر به خوشاله شول او په یو ټک به یې په ځواب کې ټول زړه ورته تش کړ،هغه رازونه چې په وهلو ټکولو به یې نه افغان عسکرو ته ویلي و او نه به یې په اونیوـــ اونیو تحقیقاتو کې امریکایی محقیقنو ته څرګند کړي و په دې ډول به یې ځانته نورې ستونزې هم وزیږولې.

رحیم بریال، د بګرام پخوانی زنداني
رحیم بریال، د بګرام پخوانی زنداني

ما مې په کوټه شاوخوا نظر وا چوه، پاس په کانګریټي دیوال مې یو څه تورې تر سترګو شول چې په یوه تیره څیز لیکل شوي:

« له قــبرســـــــتانه نه ویــــریــږم
ما دې بګرام بندیخانې لیدلي دینه»
لاندې لیکل شوي و چې:  « اجمل بلال»

دبګرام د نوم په لیدلو سمدستي پوه شوم چې دا د بګرام زندان دی او اجمل بلال د طالبانو د وخت یو تکړه نعت خوان و چې نږدې یو نیم کال وړاندې په خوست ښارکې نیول شوی و.

اجمل بلال د خوست ولایت د څړبني اوسېدونکی و چې پخپل ښکلي او زړه راښکونکي غږ یې د ډیرو خوستوالو زړونه اخیستي و، ویل کیدل چې ښاغلی بلال د خپل ورور لخوا چې د خوست په ملي امنیت کې یې دنده لرله نیول شوی او نږدې هوایي هډه کې خارجي ځواکونه ته وسپارل شو، د ورور لخوا د نیول کیدو لامل یې داو چې ورور یې نه غوښتل چې ښاغلی بلال د امارت له ړنګیدو وروسته هم پخپل خواږه غږ سره د خلکو احساسات را وپاروي او له ترانو څخه یې د امنیت په خرابی کې د یوې پاروونکې الې په توګه کار واخستل شي، که څه هم د ورور هدف یې له دې کاره د اجمل بلال ویرول و نه یې غوښتل چې په کلونو کلونو د زندان ابدي میلمه شي خو کله چې دوسیه د امنیت له مشرانو څخه د خارجې ځواکونو لاس ته ولویده نو اوبه له ورخه تیرې وې.

خو ما چې کله په زندان کې یو وخت له ښاغلي بلال څخه وپوښتل چې ایا رښتیا هم ته د ورور لخوا خارجي عسکرو ته سپارل شوی یې ؟!
نو دی ددې خبر په اوریدو سخت حیران شو او په دې اړه یې له خبرو کولو ډده وکړه . ما د دیوال په لیکلو سترګې ګنډلې وې چې عسکر وړوکي کړکی خلاصه کړه غږ یې وکړ چې :
ټو زیرو پور پور !
ما وویل :
یس!
په یوه پالیستیکي خلته کې یې بسکټ را وغورځول او عسکر په بیړه کړکۍ بنده کړه ولاړ، ما مې بسکټ را واخستل هماغه خواړه و چې په تور زندان او خوست کې راکول کیدل، په یوه وړوکي خلته کې میکس خواړه و چې نه مې پیژندل لټ په لټ مې واړول فقط یو ځای پرې (حلال) لیکل شوي نور په انګلیسي تورو نه پوهیدم، په دې حلالو مالالو مې یقین نه راتلو تر اخیره مې ونه خوړل، که څه هم ډیر به وږی وم ایله به مې دممپلي، ممیزو او چيپسو ته ورته پاپړو او یو بوتل اوبو باندې ګذاره کوله…
نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x