نظــر

د یحی خېلو د تیرې غمیزې په اړه چا – څه وکړل؟

جانيخېل

وروڼو! لیکوال نه یم نه څه لیکم خو دا دیارلس کاله کېږي د ځینو چاودنو بمبارونو او داسې جنایتونو شاهدیم چې که یو څوک فقط انساني ضمیر ولري نو دا غمیزې به غندي اوکه بیا پر انساني ضمیر درلودلو برسیره مسلمان او مؤمن هم وي، نو د دغه منکراتو د مخنیوي په خاطر به خپل د نهی عن المنکر مسؤلیت سرته ورسوي او په وړاندې به یې مبارزه کوی.

دغه ویرجنې پیښې که په کنړ کې وي که په پکتیکا کې وي یا دکندهار اوهلمند طرف ته یا د خوست او بدخشان خواته؛ خلص که د هیواد په هر ګوټ کې وي ډیرې دردناکې وي سخت به یې متاثره کړو،  ټولو خلقي، پرچمي، مسلمان او کافر به ښه په سختو ټکیو وغندله او تېر به شول، بیا به مو بلې همداسې پیښې ته انتظا ر کاو تر څو په غندلوکې یې تر بل هر چا ځان مخکې کړو، تر دا وروستیو وختونو همداسې دا ډرامه روانه وه عامل به معلوم جنایت کار به رډي سترګې ګرځیده خو تش په غندلو به تیره شوه هغه که به کلی بمباردشوی و یا به د ولسي وګړو موټر ته ماین ایښودل شوی و ، یا به په واده چاودنه شوې وه او یا به هم په جومات کې جوماتوال شهیدان وو؛ بس ویر به د هغو و چې بلا به پرې نازله وه خو په دغه وروستیو کې دغو پیښو یوبل رنګ واخیست هغه دا چې یو برید یا چاودنه په داسې ځای کې وشي چې هلته دولسي خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وي ښه مرګ ژوبله وشي مسؤلیت یې هم څوک په غاړه نه اخلي عامل یې هم نه وي معلوم او د وژل شویو کسانو او زخمیانو هم پته نه لګول کیژي او نه یې څوک څیړنه کوي چې دا اوس په چاودنه کې له منځه تللي او که چاودنه پلمه ده خوکوم چا د زیړکۍ نشان پخولو لپاره بی شمیره ړندی ډزې کړې دي او د کارتوسو په پرتله یې ایله ۲۰۰ کسان شهیدان او همدومره زخمیان کړي وي د دغه پېښو تسلسل او په منظم ډول رامنځ ته کیدلو دې ته وهڅولم چې باید د یحی خېلو په موضوع یو څه ولیکم.

د یحی خېلو په پېښه خو میډیا خبر کړو میډیا دغه پیښه ښه په زور کې خپره کړه مطبوعاتو دغه واقعه چې نفس واقع کېدل یې و خپاره کړل او چې څنګه رامنځ ته شوه؟ او څومره تلفات یې درلودل؟ نور دا چې د دغه ستر جنایت مسؤلیت چاته ور تر غاړه دی او ایا امکان لري چې په یو عادی ماین سره دي دومره تلفات واوړي په دغه بیا هیچا خبره نه کوله په دې سربیره میډیا دغې پیښې ته په معکوس ډول انعکاس ورکړ هغه چې حقیقت و هغه یې نه کړل خپاره او نه یې هم څه څېړنه وکړه چې دا پېښه څه ډول رامنځ ته شوه بس د تلویزیونونو لپاره ښه خبر پیداشو، مجلې او اخبارونه ښه رنګه چاپ شول او رادیوګانوته د ګردي میزنو لپاره په خروارو د سیاسی چارو پوهان تلل او په داسې خبرو چې د خپلې خیټې  زیږنده به يې وي او له حقیقت څخه به ډېر لري او حتی اړخ يې نه ورسره لګاوه  شخوند واهه.

پېښه خو اصل داسې وه چې په دغه ورځ په یحی خېلو کې د والیبال سیالي روانې وي د والیبال ټیمونه داسې و، چې د هرکلي خلکو په کې ګډون درلود او په دې کې خپله اربکیانو هم لوبغاړي درلودل او ټیم یې لوبه هم درلوده، کله چې لوبې ډیری پای ته ورسیدې او د مازدیګر مهال نیژدې شو نو د لوبې ګډونوال چې اکثره یې د لرې کلیو اوسیدونکي وو خپلو کورنو ته روان شول ځکه ناوخته بیا هغوی نشوای رسېدلی او دلته دلوبې په میدان کې دنیژدې کلیو اوسیدونکي پاتې شول، چې تر کورونه یې ډیره فاصله نه وه او اکثره هغه خلک هم پاتې شول چې یا اربکیان وو یا په هغوی پسې اړوند خلک وو.

دا چې ورځ تقریباً پای ته نیژدې وه او همدارنګه په میدان کې هم اربکیان لوبېدل او د اربکیانو لوی – لوی قوماندان هم د لوبې کتلو ته راغلي وو اوس نو دا وخت هم صفا مازدیګری و چې چاودنه وشوه، چاودنه داسې ځای کې وشوه چې هلته ټول اربکیان او قوماندان يې پنډ و او د لوبې ننداره يې کوله اوس نو وروڼو تاسې راته ووایاست چې په دې کې به څومره عام وګړي وو؟ ځکه داسې ځای کې زموژ عام وګړي اکثره نه کښیني او حتی ځان له هغه ځایه وباسي، له چاودنې سره جوخت ډزې پیل شوې د ډزو هدف هغه ملکي وګړي شول چې د لوبې ننداره يې کوله.

وروڼو! که مې الله ج غاړی نه کړی بندي کیدای شي چې په چاودنه کې تر لسو اضافه عام وګړی نه وي ټپیان شوي د شهیدانو پته نه راته لګیژي خو کیدای شي چې پکې شهیدان شوي هم وي، خو کله چې د اربکیانو ړندې مرمۍ په خلکو ور برابرې شوې نو حالات بدل شول او په سلګونو ملکي وګړی شهیدان او ټپیان شول. دغه خبرې چې ما دلته تاسې ته ولیکلې هیڅ د یحی خیلو غم ځپلی وګړی يې نشی کولای، هیڅ ملا امام او د قوم مخور يې نشي کولای،ګرانو وروڼو! په صداقت در ته وایم که هر چا دا خبره کړې د هغه په مرۍ کې خبره وچه شوې ده او د عزیزالله او یاهم دځايې اربکیانو له خوا رټل شوی وهل شوی حتی وژل شوی دی.

لوستونکو! د دغه پورته معلوماتو په اساس چې تاسې ولوستل او س راته وایاست څو ملکي وګړی تاسی ولیدل چې په چاودنه کې شهیدان شوی وی یا ټپیان شوي وي؟ څو نفره ملکي وګړي تاسې ولیدل چې په ګولیو ویشتل شوي وي ټپی او یاهم شهیدان شوي وي؟ زه چاته برائت نه ورکوم بلکې غواړم د حقایقو په رڼاکې تاسې خپل قضاوت وکړئ چې جنایت چا وکړ؟ لاړ شئ روغتونونو کې معلومات وکړئ ساحې ته لاړ شئ اصلي خبره به در ته معلومه شي او درسنیو، افغان دولت ،وسله والو مخالفینو او ولس غبرګون تر کومه بریده په حقایقو ولاړ وو؟
1. دولت :
ددولت غبرګون ډیر تت له منافقته ډک او غولونکي و  او دوی دا د تل په څېر دافغانستان د دښمنانو کار وباله پلاوی ملاوی يې هم ولېږه چې د پرونیو قاتلینو له خوا بدرګه کېده .
2. طالبانو:
طالبانو هم داکار وغانده ستر جنایت يې وباله او د پیښې دڅرنګوالي په اړه يې سیمی ته د هیئت لېږل اعلان کړل او دايې د مسلمان ولس د قسم خوړلي دښمن کار وباله او همدارنګه يې داربکیانو دوژل کېدلو خبره هم مطرح کړه.
3. رسنۍ:
رسنیو دغه خبر فقط د دولتي ارګانونو دڅرګندونو په اساس خپراوه او ورسره به يې د طالبان داعلاميې خبره هم یاده کړه اما داچې ووايې په دغه ناورین کې وژل شوي کسان په چاودنه کې و، که له چاودنې وروسته په ډزو وژل شوي هیڅ رسنۍ داخبره نه کړه راپورته او نه په خپل وخت ساحې ته لاړل او نه يې هم له هغو خلکو سره مرکې وکړې چې ټپیان يې درلودل چې ته په ګولۍ لګیدلی يې که په چاودنه کې زخمي شوی يې  بس ځان يې لکه پخوا تېر کړ.
4. ولس :
ولس چې تر ډېره حده يې قضاوت د رسنیو د ناقصو معلوماتو په اساس و بیايې هم دغه غبرګون ددغه رسنیزو بابولالو تر اثر لاندې وو.

په اخر کې لاندی غوښتنی لرم:

• دولت : پکتیکا خو له اشرف غني سره په انتخاباتو کې دا ځواني وکړه چې په رښتیا يې څه کوي چې په دروغو يې هم د ده ملاتړ وکړ او هر ډول تقلب يې د ده په ګټه او د ده دکامیابي لپاره وکړ خو ده په دغه پیښه کې له یحی خیلو سره څه وکړل؟ د ده دملي وحدت له ۵۰ فیصده حکومت نه دا غوښتنه لرو چې که نور څه نشي کولای زموږ د ۵۰ فیصده شهیدانو او ټپیانو پوښتنه خو وکړه . یوازې د والي بدلول زموږ ستونزه نشي حل کولای بیا د اینجنیر متین په څیر بی رنګه، بې بویه او بې خونده والي!!  دی دې د چا په فرمایش رالیژلی دی؟ رییس جمهوره ته خو یوځل جاج واخله پرونیو اربکیانو قاتلانو نن د لته څه حال جوړ کړی دی کومه غیر اسلامی غیرافغانی او غیراخلاقی کړنه يې نده ترسره کړی ؟غنی که تا دافکر کړی وی چې کرزی دافغان د وژنی قیمت دوه دری لکه افغانی ټاکلی وو او ته به يې ۵۰ فیصده لوړ یا ټیټ کړی ګوره خطا دی کړی له سره غور وکړه اول زموږ ستونزه درک کړه حل يې بیا وروسته را وباسه تا تر اوسه زموږ ستونزه نه ده درک کړې. هغه کسان چې تاته درغلي وو او ستا مخ کې يې ویناوې کړې ایا دا دیحی خیلو دشهیدانو نماینده ګي يې کوله او که فرمایشي وو؟ د شهیدانو وارثان خو اوس هم داربکیو تر غوبل لاندې دي کله محلي اربکیان ور ته غم کله بیا دپکتیکا ولس مشر عزیزالله کاروان.

• طالبان: له تاسو ښاغلیو هم غوښتنه کوو چې لومړی دا ووایاست چې د پکتیکا ولسونو خو خپل کورونه در ته بستر کړي وو او دي، د خپل اولاد د روزي شریکان يې بللي یاست، خپل ژوند او هر څه يې به خطر کې اچولي ایا تاسې په دغه غمیزه کې د یحی خیلو سره لکه څنګه چې لازم وه غمشریکې وکړه؟ بل داچې هغه هیئت مو چې ساحی ته لېږلی و د هغه نتېجه څه شوه؟ څه يې وکړل؟ لږ يې نتېجه مطبوعاتي کړئ چې ولس خو خبر شي له تاسې څخه ګیله ډېره په دی کېږي چې د پکتیکا ولسونو ډېر محرومیتونه ولیدل خو تاسې يې و نازولئ!

• رسنۍ: رسنیو دغه خبر مو ولې داسې تر پوښښ لاندې ونه نیو چې حقیقت يې را وتلی وای؟ ټولو رسنیو ته په ځانګړي ډول دژوندون تلویزیو ن چلوونکو ولې مو په پېښه کې د اصلي وژونکي نوم نه واخیست ؟ ژوندون تلویزیون چلوونکو ښاغلي یون صاحب! تا داربکیانو فاتحه اخېستله که د ولس دشهیدانو؟ یون صاحب او لحاظ صاحب ښاغلیو تاسې خو په فاتحه کې ډیر نارې سورې وکړې دا مو په اربکیانو ژړل که په ولس ؟ که په ولس موژړل نو ولس خو په پکتیا، پکتیکا ،غزنی، کنړ، کندهار (زنګاوات)، ارزګان، هلمند، هرات شینډنډ او نورو …….ولایتوکې هم د هغه چا له خو شهیدان شول چې ته يې د ولسي جرګې د وکالت دکمپاین لپاره دټانګونو په بدرګه لغمان تللې ایا هغه شهیدان نه وو که مسلمان او افغان نه وو؟ یون صاحب ږیره خو نه لرې د سپین سر په خاطر دې نور ملت مه غولوه! لحاظه ته خو ځوان يې له تاسره په دې ځواني کې دومره ناځواني نه ښايې چې دملت په مقابل کې طرف ونیسې له یون سره چمچه وهه خو حدساته!

• ولس: غیرتی ولسه! د مزدورو مطبوعاتو په نانندریو ځانونه مه خطاباسئ! د هرې موضوع په اړه چې معلومات مو کره شول اسلامي دریځ نیسئ! مجاهد ولسه! نن فضا دغرب، صلیب او مادیاتو غلامانو خړه کړې ده په همدې خاطر مې دا یادونه وکړه ځیرک اوسئ ان شاالله بریا به زموژ اوتاسو وې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x