
افغانستان
کابل: د امریکا سفارت سره څېرمه چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د امریکا سفارت ته څېرمه چاودنه وشوه.
د کابل د امنیه قومنداني د تحقیقاتو مدیر رسنیو ته ویلي چې چاودنه د امریکا سفارت ته څېرمه شوې او په خبره يې یو تن پکې ټپي شوی دی.
فرید افضلي وايي چې دغه چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده او په اړه يې لا بشپړ جزییات نه لري، خو د یوتن د ټپي کېدو خبره کوي.
تر اوسه د پېښې کره جزییات بشپړ نه دي روښانه شوي.
ویل کېږي په روان میلادي کال کې دا لومړۍ چاودنه ده، چې د امریکا سفارت ته دومره نږدې ترسره کېږي.