افغانستان

هرات: دسورلیو پرموټربا ندي بمي چاودني ملکي خلګو ته مرګ زوبله واړوله

Afghnistan_map(نن ټکی اسیا)هرات: نن سهار دافغانستان په لویدیځ  هرات ښارکي یوموټرد سړک له غاړي سره ښخ کړل شوی ماین باندي وختي چی له کبله یی په موټرکي سواره ۱۴ تنه وژل شوی او ۱۱ نورژوبل شوی دي، له هرات څخه یوه امنیتی چارواکي محی الدین نوري خبري رسنیوته وویل ماین دهرات او اوبي ولسوالي ترمنځ سړک باندي ښخ کړل شوی وو، چي دغه بد بخته موټریی ښکارشو.

نوموړي زیاته کړه په وژل شویو کسانو کي ښځي اوماشومان هم شته، دپیښي پړه تراوسه پوري چارپه غاړه نه ده اخیستي، خودافغانستان حکومت دپیښي پړه دحکومت پرمخالفینو وراچوي، داپیښه له هغه څخه لږ وروسته رامنځ ته شوه کله چي وسلوالوطالبانو دافغانستان په سویل کي له پاکستان سره پرپوله باندي پروت پکتیا ولایت کي دبهرنیو ځواکونو پریوه مرکز باندي سرښندونکي بریدونه ترسره کړل. دبرید په اړه دایساف مطبوعاتي دفترخبرورکړی دي چي بهرنیو ځواکونو ته کوم زیان نه ده اوښتي یواځي دوه کورني عسکروژل شوی.

خو دطالبانو ویاند بیا په پیښه کي دمړو شمیره زیاته ښیی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x