افغانستان

د ګډ حکومت ملکي او پوځي چارواکي د پاکستان پر سر په سړه جګړه بوخت دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د وسلو او پوځي کومک لپاره د پاکستان مرستو ته سترګي په لار دی، بل خوا د پوځ جګپوړي او ټیټ رتبه چارواکي د پاکستان تر وخت تیرو او ناکاره وسلو او پوځي روزنې ته زړه نه ښه کوي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د پوځي اړیکو د زیاتولو په موخه د هندوستان وسلې رد کړي، پاکستان ته یې خپل پوځي افسران د روزنې لپاره ولیږل، او د دواړو هیوادونو پر ګډه پوله یې له پاکستان سره د ګډو عملیاتو هوکړه کړې، او حتی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په قول؛ پاکستاني ځواکونو د ناټو ځواکونو سره په ګډه په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو په خفیه مرکزونو عملیات وکړل، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا د پاکستان له خوا په افغانستان تیری وباله.

د افغانستان د چارو کارپوه، لیکوال او کالم لیکونکي موسی خان جلالزی وايي چې د ګډ حکومت او د پوځ تر منځ د سړې جګړې په نتیجه کې د دفاع وزارت څخه پنځه جنرالان له دندو وشړل شول، او د نورو لیست چمتو کیږي، تر څو هغوی هم وشړل شي.

نوموړی وايي چې د افغانستان پوځ د پاکستان پر ځای د هندوستان پرمختللو وسلو ته ترجیح ورکوي، خو اشرف غني تر هندوستان پاکستان غوره بولي، او له پاکستان څخه تمه لري چې خپل تر وخت تیري وسلې افغانستان ته د کومک په توګه ورکړي.

نوموړی وايي چې اشرف غني یو قدم مخته او دوه نور قدمونه شاته اخلي، یوه ستونزه حلوي، خو دوه نورې ستونزي ځانته جوړي، چې له کبله یې د هیواد سیاسی او پوځي وضعیت ورځ تر بلي خرابیږي.

جلالزی وايي ولسمشر اشرف غني ښه پوهیږی چې د افغانستان ملي اردو له مخالفینو سره په جګړه کې ډیره مرګ ژوبله لیدلې، د امریکايي جنرالانو په اعتراف یوازي تېر کال د ۷۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پوري د ملي اردو عسکرو د مخالفینو سره په جګړو کې وژل شوي، او هغوی د هندوستان پر مختللو درنو وسلو ته ډیر خوشبینه وه، خو د اشرف غني حکومت د هندوستان وسلې رد کړي، او پر ځای یې د پاکستان څخه مرسته وغوښته چې له کبله یې د دواړو ادارو تر منځ سړه جګړه لا تونده شوه.

د ۲۰۱۳ ـ ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ډیر ځله هڅه وکړه چې له هندوستان څخه د درنو وسلو غوښتنه وکړي، هندوستان په لومړي ځل دغه غوښتنه رد کړه، خو وروسته یې موافقه وکړه چې د افغانستان پوځ ته به درنې وسلې ورکړي.

جلالزی وايي د افغانستان پوځ پرمختللو روسي وسلو ته اړتیا لري او د پاکستان تر وخت تیري او ناکاره وسلې نه خوښوي. نوموړی زیاتوي چې پاکستان هیڅ کله نه شي کولای چې د افغاني پوځ ټولي غوښتني پوره کړي، چې له کبله یې ستونزه نوره هم ډیريږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د آی ایس آی پخواني مشر جنرال اسد دراني ویلي چې د افغانستان پوځ به هیڅ کله د زور له لارې ونه توانیږي چې د مخالفینو سیمي ونیسي او هلته امنیت راولي، نوموړي ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي ځیني سیمي په خپل کنټرول کې وساتي، خو د ټول افغانستان امنیت د نیولو توان نه لري.

خو د جلالزي په قول ځیني کارپوهان بیا وايي چې افغان ځواکونه د ناټو په قوي ملاتړ سره کولای شي چې امنیت ټینګ کړي.

جلالزی زیاتوي چې د حکومت او پوځي چارواکو تر منځ د سړې جګړې تاثیر حتی د پوځ تر ټیټ رتبه مامورینو پوري رسیدلی، چې له کبله يې د مخالفینو په خلاف د هیواد په مختلفو برخو کې په پوځي عملیاتو بد تاثیر لوېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
afzal

ملګرو. اشرف غنی او امريکا غواړۍ چی افغانستان و پاکستان ته په ولکه کی ورکی.او دغسي حثيت بی وی.لکه د پاکستان تش په نامه آذاد کشمير. چی ټول کنترول ده پاکستان دی.نو وس له وخت ړير نه دی تیر ساوی. راوښ سی.او خپل وطن وژغوری ده پاکستان ده منګولو سه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x