
کوهاټ: په چاڼيزو عملياتو کې له سلو زيات افغانان نيول شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د پېښور پر پوځي ښوونځي له خونړي بريد دوه مياشتې وروسته هم خيبرپښتونخوا کې د شکمنو کسانو پر ضد عمليات روان دي.
د کوهاټ پوليسو مشر رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن سه شنبه سهار وختي يې د کوهاټ په ګڼو سيمو کې د ځايي خلکو او افغانانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي او تر اوسه يې له ۲۵۲ زيات کسان نيولي، چې له سلو زيات يې افغانان دي.
د پوليسو مشر وايي، چې عمليات د افغانانو په ګمګول او ګلشن اباد کمپونو او ګڼو نورو سيمو کې پيل شوي دي.
دغه پوليس وايي، چې نيول شوي افغانان پاکستان کې د اوسيدو لپاره قانوني اسناد نه لري او د دوی پر ضد يې د ناقانونه اوسيدونکو قضيه درج کړې ده.
خيبر پښتونخوا کې دا عمليات وروسته له هغې پيل شوي، چې د تېر کال ډيسمبر مياشت په شپاړسمه نېټه د پيښور پر پوځي ښوونځي خونړی بريد وشو.
له ياد بريد وروسته امنيتي چارواکو د خيبر پښتونخوا په ګډون ټول پاکستان او ازاد کشمير کې د شکمنو کسانو پر ضد د عملياتو په ترڅ کې سلګونو افغانان نيولي دي.
د امنيتي ځواکونو د ځورولو له امله زرګونه کورنۍ له پاکستانه په دې ساړه ژمي کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
که څه هم د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان او مهاجرينو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دې پېښه کې د افغانانو هيڅ لاس نه شته، مګر امنيتي ځواکونه هر ځای افغانان ځوروي، بنديانوي يې او د خلاصېدو لپاره ترې زرګونو روپۍ غواړي.
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره «UNHCR» وايي، چې د پېښور له خونړي بريد وروسته د امنيتي ځواکونو د کړولو او ځورولو له امله ۲۲زره راجستر افغانانو پاکستان پرېښئ او په دې ساړه ژمي خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان لپاره د «UNHCR» مشر ريچارډ ډانزيګر وايي، چې پاکستان د هر ناوړه عمل مسوولیت په افغان مهاجرینو اچوي: «هر کله چې یو ډاروونکی کار وشي، مسوولیت يې پر بهرنیانو اچول کیږي».
که څه هم پاکستان لپاره د افغان سفير جانان موسی زي تېره اونۍ اسلام اباد کې د انصاف غورځنګ له مشر عمران خان څخه وغوښتل، چې د دوی عسکر دې افغانان نه تنګوي، مګر د ګډ حکومت مشرانو تر اوسه پاکستان کې د افغانانو د ځورولو په اړه رسما څه نه دي ويلي.