نړۍ

لاهور کې د پوليسو مرکز ته څېرمه چاودنې دولس تنه ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د پنجاب ايالت مرکز لاهور ښار کې د پوليسو مرکز ته څېرمه يوې درنې چاودنې لږ تر لږ دولس تنه ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړل.

د لاهور پوليسو افسران وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې، مګر يقيني معلومات به وروسته رسنيو سره شريک کړي.

پاکستاني رسنۍ د دولتي سرچينو له قوله وايي، چې چاودنه د پوليسو مرکز د موټرو په تمځای کې شوې او نږدې سيمه کې يې شاوخوا اتو دوکانونو ته هم زيان اړولی دی.

بايد وويل شي، چې چاودنه د پنجاب ايالتي اسامبلۍ، لاهور رسنيو کلوب او د اور ګاډي مرکزي دفتر ته نږدې سيمه کې شوې ده.

ويل کيږي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان صدر اعظم نواز شريف، د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف او ګڼو نورو چارواکو د پېښې غندنه کړې او مرستندويه ډلو ته يې امر کړی، چې د پېښې له قربانيانو سره هر ډول مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x