په ګردیز کې دامریکايي ځواکونو په مرکز سرښندونکي برید درنه مرګ ژوبله اړولې
نن ټکي اسیا/ نن سهار وختي شپږ بجې دپکتیا ولایت مرکز ګردیز کې دامریکايي ځواکونو په پوځي مرکز کې یوه سرښندونکي بریدګر دموټربم حمله وکړه .وروستي رارسیدلی خبرونه وايي چې په حمله کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.
یوه افغان ترجمان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي چې برید په امریکایانو شوی،نوموړی زیاتوي حمله هغه مهال ترسره شوه چې امریکایی عسکر دسهارنۍ رااخیستلو لپاره روان وو.
ځیني ناتاید شوي راپورونه وایي چې په برید کې دوې چورلکې هم زیانمنې شوي دي
دایساف ځواکونو مطبوعاتي ویاند پیښه تاید کړې تردې مهاله یوازي دنهو تنو مرګ ژوبله تایدوي ، ویاند دانه دي په ډاګه کړي چې مرګ ژوبله خارجیانو که افغانانو ته اوښتې .
عیني شاهدانو ویلي چې دپیښې ځاي ته ټولې ورغلې لارې تړل شوې په فضا کې ګڼ شمیر چورلکې ګرځي راځي او دمرکز شاوخوا ته زیات شمیر خارجي عسکر رارسیدلي دي.
احمد بریال