افغانستان

د لوګر امنیه قومندانۍ تر ډله یېز برید لاندې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): پلازمېنې کابل سره په څو کیلومترۍ کې پروت ولایت لوګر پر امنیه قومندانۍ ډله‌ییز برید روان دی.

د راپورونو له مخې د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کې ۴ تنو سرتیرو بریدګرو برخه اخېستې ده.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې دغه ډله ييز بريد نن غرمه شاوخوا يوه بجه پر امنيې قوماندانۍ شوى دى.

هغه زياته کړې چې له بريد سره سم دوه درنې چاودنې وشوې او وروسته وسلواله نښته پيل شوې ده.

درویش ویلي چې په برید کې   ۲۰ پولیس وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د امنيه قوماندانۍ په خوړنځي کې هم چاودنې شوي دي، ويل کيږي اوس هم جګړه روانه ده.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې «د لوګر په امنیه قومندانۍ ګڼ شمیر فدايان ننوتل، سخته جګړه روانه ده تراوسه دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x