افغانستان

طالبانودحضرت سلطان ولسوالۍ امنیه قمندان او دهغه ۹ساتونکي وژلي

.

وسله والو طالبانو دسمنګان ولایت دحضرت سلطان ولسوالي دامنیه قمندان او دهغه دنهه تنه ساتونکو دوژلو خبر ورکړد طالبانو په رسمي وېبپاڼې (الاماره )کې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن غرمه یوولس بجې په وخت یې دشرقول په سیمه کې نوموړې ولسوالي امنیه قومندان( صدیق ) چې دتخار ولایت اوسیدونکی وو له خپلو نهو تنو ساتونکو سره د بمي چاودنې په ترڅ کې وژلی دي .

په خبر پاڼې کې ویل شوې دچاودنې له امله یې دهغه یو بل ساتونکي ژوبل شوي هم دي همدا رنګه ددوي رینجر ډوله موټر هم له منځه تللی دي .

حکومتي چارواکو تر اوسه دپېښې په اړه څه نه دې ویلي .

                                                                                      عابرمسافر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x