افغانستان

د پاکستان لوی درستیز نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستاني وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن په په یوه رسمي سفر کابل ته راځي.

ګډحکومت ته نېږدې سرچېنې وايي چې جنرال راحیل شریف به د ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله او ځينو نظامي چارواکو سره وګوري.

سرچېنې زیاتوي چې په دغو لیدونو کې به د ډيورنډ کرښې په امنیت او د تروریزم سره په مبارزې خبرې اترې وشي.

د ګډ حکومت د جوړیدو وروسته پاکستاني ملکي او نظامي چارواکو کابل ته سفرونه زیات کړي دي.

پاکستان ته د اشرف غني د سفر وروسته د پاکستان د لوی درستیز دا درېیم سفر دی چې کابل ته یې کوي.

د پېښور د برید په سبا د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف د «آی ایس آی» مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یوځای کابل ته سفر وکړ.

راحیل شریف تر هغې وړاندې هم کابل ته سفر کړی و.

د پاکستان د څارګرې ادارې مشر جنرال رضوان اختر تېر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان د استخباراتو «آی ایس آي» مشر وټاکل شو او تر ټاکنې وروسته یې افغانستان ته دری سفرونه وکړل.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شول چې پاکستاني الوتکو د افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د ننګرهار په ځېنو سیمو کې هوايي عملیات کړي او د طالبانو په مېشتنځایونو يې بمبارۍ وکړې.

ښايي وروستی سفر هم په افغانستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په اړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

بیا سه شیطانت کوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x